ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلک د ناکامورا پر وژنه ویر کوي او د خپلې کرنې راتلونکې ته اندېښمن دي

د ننګرهار خلک د ناکامورا پر وژنه ویر کوي او د خپلې کرنې راتلونکې ته اندېښمن دي

author avatar
9 Dec 2019 - 09:59
د ننګرهار خلک د ناکامورا پر وژنه ویر کوي او د خپلې کرنې راتلونکې ته اندېښمن دي
author avatar
9 Dec 2019 - 09:59

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸):  د ننګرهار د کامې، ښېوې، دره نور او بهسودو ولسواليو خلک وايي، د جاپان الاصله افغان ډاکټر ناکامورا پر وژنه ډېر خپه دي او زياتوي چې د هغه له مرګ سره د کونړ سيند او د ننګرهار دښتې يتيمې شوې.

دوی وايي، ډاکټر ټيټسو ناکامورا لومړنی شخص و چې له څپانده سينده يې دومره لويه ګټه پورته کړه او د ننګرهار دښتې يې پرې ابادې کړې.

ناکامورا چې د ژوند شاوخوا پنځه ويشت کلونه يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل، د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د تېرې چهار شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يو وسله وال بريد پر مهال له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو.

هغه په لومړيو کې د روغتيا په برخه کې د خلکو خدمت کاوه، خو وروسته يې وپتېله چې ډاکټري يوازې څو محدودو اشخاصو ته ګټه رسولی شي او د اوبو مهارول چې د افغانانو اړتيا ده ډېرو خلکو ته ګټه رسوي.

هماغه و چې په ۲۰۰۳ کال کې يې د مرواريد په نوم د يوه اوږد کانال د جوړېدو کار پيل کړ، د خلکو شاړې ځمکې يې ښېرازه او دښتې يې ابادې کړې.

دغه کانال چې کونړ د نورګل ولسوالۍ اړوند په زېړي بابا سيمه کې له کونړ سينده سرچينه اخلي، د ننګرهار په ښېوې (کوز کونړ) ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵ کيلومتره غځېدلی دی، لږ تر لږه ۳۰۰۰ هکټاره ځمکه يې خړوبه کړې او زرګونو خلکو ته يې د کار زمينې برابرې کړې دي.

د همدغه کانال د سربند يو ساتونکی علي حيدر چې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې له ناکامورا سره کارمند پاتې شوی، وايي، هېڅکله يې هم له هغه څخه امر نه دی اورېدلی، بلکې کله به يې چې چا ته د کوم کار سپارښتنه کوله، لومړی به يې خپله کار پيل کړ.

د مرواريد کانال د ښېوې ولسوالۍ د ګمبيري دښتې ځينې برخې هم خړوبې کړې، خو تر ټولو زياته ګټه يې د دې ولسوالۍ د سلامپور سيمې خلکو ته رسولې چې پخوا دا سيمه داسې ډاګ وه چې حتی د لارويانو د دمې لپاره په کې يوه ونه هم نه وه.

د سلامپور ځايي اوسېدونکی ۶۰ کلن شين ګل پژواک ته وويل: ((داسې يو وخت و چې دلته به مچۍ له تندې مړې کېدې، که چاته به موټر خراب شو، نو له سينده به يې په نيم ساعت کې ماشومانو ته اوبه راوړلې چې حتی ماشومان به پر لاره جل وهل، خو اوبه نه وې.))

خو هغه زياتوي چې اوس د دې سيمې بڼه بدله شوې، اوبه پرېمانه دي، شاړې ځمکې ابادې شوې او ژوند په کې روان دى.

ډاکټر ناکامورا دغه راز د همدغه کانال له اوبو په ګټه اخيستنې د ښېوې ولسوالۍ اړوند ګمبيري دښته کې شاوخوا ۱۲سوه جريبه ځمکه باندې بېلابېل باغونه جوړ کړي چې په کې د مېوه لرونکو ونو سربېره بې مېوې ونې هم کرل شوې دي.

دغه راز ې دغلته د خلکو د تفريح لپاره يو پارک هم جوړ کړی چې د ننګرهار او کونړ سربېره ورته له کابله هم خلک ورځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.