ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکو د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ وکړ

د پکتيا اوسېدونکو د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ وکړ

author avatar
9 Dec 2019 - 17:19
د پکتيا اوسېدونکو د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ وکړ
author avatar
9 Dec 2019 - 17:19

ګردېز (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۸): د پکتيا ولايت ګڼو قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو په يوه ولسي غونډه کې د سولې په اړه د ولسمشر محمداشرف غني د اووه ماده ييزې طرحې ملاتړ وکړ.

دا غونډه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام له خوا جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د سولې پر بين الافغاني خبرو ټينګار وکړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې د سولې په برخه کې ځينې ګامونه واخلي.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي وويل چې په هېواد کې جګړه د نړۍ ځينو لويو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره روانه ساتلې ده.

سهي وايي:((په ټول افغانستان کې پوښتنه وکړئ او يو کس پيدا کړئ چې جنګ غواړي، بنا دا مردود جنګ د پرديو دی، که دا د شرق وي، که د غرب وي، که د واشنګټن وي، که د مسکو، که د نجس پاکستان وي، که د اېران د نجسو اخندانو. دا پردی جنګ دی، له دې جنګه ځان وباسئ او له جنګي ډلو سره روابط مه ساتئ.))

قومي مشر جنت خان منګل د سولې لپاره د دولت هڅې او ځينې اقدامات ګټور وبلل او له وسله والو طالبانو يې هم وغوښتل چې په دې برخه کې ځينې ګامونه واخلي او له افغانانو سره خبرو ته کيني.

منګل وويل: ((طالب خو زما او ستا ورور، عزيز او کليوال دی، سمه ده چې په څنګ کې يې د ګاونډيو هېوادونو خلک دي، قومانده يې د هغوی ده، خو غوڅ اکثريت زموږ خپل دی، پردی نه دی. موږ څنګه نه شو کولای چې خپل ورور سره کينو او قناعت ورکړو، خو بايد د پرديو لاسونه له منځه وباسو او مخامخ سره کينو.))

يو بل قومي مشر حاجي حليم وايي د پکتيا مشران د جرګې او مرکې له لارې د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته لاره پرانيستلی شي، خو په خبره يې بايد د دې لپاره ورته ځينې صلاحيتونه ورکړل شي.

نوموړی ټينګار کوي چې په بهرنيو هېوادونو او د بهرنيانو په شتون کې د سولې له خبرو هېڅکله مطلوبه پايله نه شي تر لاسه کېدی.

دی وايي:((موږ دواړه خواوې کېنولی شو، موږ حق ته حق ويلی شو. هر جانب که مخالفت وکړ يا يې ستونزه لرله، قومونه ورته ويلی شي چې دا ځای دې غلط دی، خو که د خارجيانو په لاس کې وي، زما او ستا اختيار هم د هغوی وي، نو تر څو چې د هغه ګټې نه وي تامين شوې سوله بيا هم ماته ده.))

د پکتيا پوهنتون استاده ډاکټر نازدانه پکتياوال د ولسمشر محمداشرف غني له خوا د سولې په تړاو ځينې ګامونه او د بې قيد او شرطه خبرو وړانديز لوی اقدامات بولي او وايي چې د باور لا ټينګې فضا او مخامخ خبرو لپاره بايد د وسله والو طالبانو د رهبري له خوا هم ځينې خپلواک ګامونه واخيستل شي.

پکتياوال په پکتيا کې د ځينو لويو پروژو پلې کول او د کاري زمينو په رامنځته کولو هم ټينګار کوي او وايي: ((ځينې لويې پروژې لکه د مچلغو بند، د جلغوزو د بسته بندي او نور صنعتي او اقتصادي فعاليتونه بايد زيات شي، د ګردېز د باغ زنانه او د ښځو سوداګريز مارکېټ بايد جوړ شي چې ښځې په ټولنه کې لا خپل ځای تر لاسه او پر خپلو پښو ودريږي.))

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام مسوول عبدالمعيد هاشمي د سولې په اړه ولسي غږ اغېزمن بولي او وايي چې د پکتيا جرګه او مرکه روانه ستونزه حلولای شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.