ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
9 Dec 2019 - 15:06
سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
9 Dec 2019 - 15:06

 

چاریکار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): د پروان ولایت په سوېلي سالنګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ یو غړی مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.

د پروان د ترافیکو مدیر پژواک خبري اژانس ته وویل «پیکنيک» موټر چې له شمال څخه د کابل پر لور روان و، تېره ورځ له ماسپښین وروسته شاوخوا پنځه بجې د جنوبي سالنګ د خاکي پله په سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو ځوان هلک مړ شوی او دوه ماشومان، یو سړی او یوه مېرمن ټپیان شوي دي.

یاد پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي وو.

د پروان د سل بستریز ملکي روغتون رییس ډاکټر عبدالقاسم سنګین وویل چې د یادې پېښې درې ټپیان په نوموړي روغتون کې تر درملنې لاندې دي؛ خو له دوی یو کس چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و، د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.