چاریکار (پژواک، ١۸ قوس ۹۸): د دولت مخالفو وسله والو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اته کارکوونکي د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې له دوو میاشتو او ۱۲ ورځو بند وروسته بېرته خوشي کړي دي.
په پروان ولایت کې مسوولو سرچینو ویلي چې وسله والو طالبانو د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د یاد ولایت د موسوم په سیمه کې د رایو له یوه مرکزه ۸ تنه د شینوارو ولسوالۍ د نمک اب سیمې ته بیولي وو.
د پروان د شینوارو ولسوال اکوګل محمدي نن (د لېندۍ ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه اته قرادادي کارکوونکي نن خوشي کړل.
د محمدي په وینا، هغه وخت چې یاد کسان له طالبانو سره بندیان وو، قومي مشران یې د خوشي کېدو لپاره څو ځلې طالبانو ته ورغلل.
د شل کلن ځوان ضیاالدین پلار شمس الدین او یو ازاد شوی چې د شینوارو ولسوالۍ د دره کفشا اوسېدونکي دي، وویل: «د دوو میاشتو او ۱۲ ورځو په موده کې مې زوی له طالبانو سره و، ډېره جګرخوني به مې کوله، له هغه مو هېڅ معلومات نه لرل، ډېر اندېښمن وو، چا به ویل وژل کېږي او چا به ویل چې خوشي کېږي؛ په دومره وخت کې یې جامې یوځل هم نه وې بدلې کړې، اوس چې خوشی شول خوشاله یو، روحی او جسمي فشار یې ورکړی، اوس جوړ دی.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن