جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): په ننګرهار کې د سترسو د حاصلاتو يو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې د ستروسو ۶۶ ډوله په ګډون ۲۱۳ ډوله مېوې نندارې ته اېښودل شوي وې.
دغه نندارتون د لېندۍ په ۱۸مه د ننګرهار ولايت مقام کې د دغه ولايت د کرنې رياست له لوري د مېوو بېلابېل ډولونه نندارې ته اېښودل شوي وو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په دغه ولایت کې ۲۱۳ ډوله د مېوه جاتو حاصلات لري چې په کې ۶۶ د ستروسو، ۷۹ د انارو، ۲۴ د املوکو، ۶ د خرما، ۱۶ د انځرو، لس د زیتونو او ۱۲ د لوکاټو نوعې شامل دي چې له ستروسو څخه لس زره مټریک ټنه حاصلات ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال افغانستان دوه سوه زره مټریک ټنه د ستروسو حاصلاتو ته اړتیا لري چې دوی د کانال، کرنې او مالدارۍ ادارو او خصوصي سکتور په مرسته کار کوي چې خپلو حاصلاتو کې زیاتوالی راولي.
د ننګرهار ولايت کرنې سرپرست رييس ضمیر بهسودي وويل، چې په لس زره جريبه ځمکه يې د ستروسو باغونه جوړ کړي او سږ کال یې ترې ۵۲۶۱ ميټريک ټُنه حاصلات تر لاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، په دغه نندارتون کې يې د ۵۴ بهرنیو په ګډون شپږ شپيته ډوله ستروس نندارې ته ايښي وو او موخه یې په ولایتي کچه له خپلو تولیداتو څخه مسوولین او خلک خبرول دي.
هغه زياته کړه، د دغه ولايت يو شمېر ولسواليو کې به په راتلونکي کال کې په زرګونه جريبه ځمکه باندې د ستروسو، شفتالو او زردالو نوي باغونه جوړ کړي.
د ننګرهار کانال رييس پروېز علي وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د باغدارۍ په برخه کې تاریخي پرمختګ شوی او زياته يې کړه چې د کانال اړوند ستروسو باغونو دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي دي.
نوموړي وويل چې د ستروسو له سږني حاصلاتو څخه پنځه ويشت میليونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې تېر کال د عوايدو کچه يواځې يو ميليون افغانۍ وه. هغه د باغدارۍ په برخه کې دا بېساری پرمختګ د امنيت ښه والی، د ولسونو همکاري او د ضايعاتو مخنيوی ياد کړ.
د کانال رييس همدا راز وويل چې سږ کال په پلان کې لري څو په دغه ولايت کې د ستروسو، زيتونو او زينتي بوټو يو ميليون نيالګي کېنوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن