د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې يو شمېر انځوګرانو د ډاکټر ناکامورا په ياد د هغه انځور رسم کړ

ننګرهار کې يو شمېر انځوګرانو د ډاکټر ناکامورا په ياد د هغه انځور رسم کړ

Dec 09, 2019 - 16:52

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸):  په ننګرهار کې يو شمېر ځوانو انځورګرانو د ډاکټر ناکامورا د ياد ژوندي ساتلو په موخه جلال اباد ښار کې د هغه انځور رسم کړ.

دوی وايي، موخه يې د ناکامورا ياد ژوندي پاتې کېدو تر څنګ د جاپان خلکو ته دا پيغام رسول دي چې افغانان د هغوی د مرستو قدرداني کوي او د ناکامورا قرباني يې له ياده نه ده وتلې.

دغو انځورګرانو د لېندۍ په ۱۸مه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پول ته څېرمه د شېرزي لوبغالي پر يوه ديوال د ډاکټر ناکامورا انځور او ترڅنګ يې يوه ونه چې د هغه د فکر ترجماني کوي رسم کړل.

د دوی له ډلې نجيب الله زره پژواک اژانس ته وويل، ناکامورا د افغانانو او په ځانګړې توګه د ننګرهار د خلکو لپاره نه ستړی کېدونکی کار کړی، شاړې ځمکې يې ابادې کړي او زرګونه خلکو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

دی زياتوي، په همدې موخه دوی د ناکامورا د ياد ژوندي پاتې کېدو لپاره د هغه انځور پر ديوال رسموي.

يو بل انځورګر نصرت ساپی وايي، انځور په داسې رنګ جوړيږي چې د اوبو او لمر ضد دی، تر ډېره وخته به همدغه ځای باندې پاتې وي چې هره ورځ د بهسودو، کامې، دره نور او ښېوې ولسواليو خلک ښار ته راځي، دا انځور به ورته د ډاکټر ناکامورا ياد تازه کوي، ځکه دغو ولسواليو کې يې ډېر خدمتونه کړي دي.

د انځورګرانو مالي ملاتړ د هنر سالار دفتر له لوري چې په ټول هېواد کې د انځورګرۍ په برخه کې فعاليتونه کوي، ورکړی دی.

د دغې ادارې د ننګرهار ولايتي مسول الياس الفت وايي، دوی ځکه د دا ډول فعاليتونو ملاتړ کوي چې له يوې خوا د دا ډول شخصيتونو ياد تازه پاتې شي او له بلې خوا د انځورګرۍ هنر ملاتړ وکړي.

ډاکټر تېڅو ناکامورا د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې ووژل شو، چې تازه يې امنيتي ځواکونو د قتل په تړاو دوه کسان نيولي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement