لښکرګاه (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد شوى چې په ترڅ کې یې اته سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د نادعلي ولسوالۍ د تور پله په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې د موټربم بريد شوى دى.
هغه وايي: ((چاودېدونکي توکي په مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي چې له پوستې سره يې جنګولى دى.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اته سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د موټربم له چاودنې وروسته په سيمه کې د بريدګرو له لوري جګړه هم پيل شوې ده.
د هلمند حکومتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بل لور ته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د ژېړ پله په سيمه کې د کومانډو او نورو ځواکونو پر قرارګاه د مازدا موټربم بريد کړى دى.
دى وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور تر خاورو لاندې دي.
د يادونې ده، پرون هم د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې ١١ پوليس د ماين په چاودنه کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن