د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوناما: د افغان حکومت له خوا پر اداري فساد محکوم ځيني کسان نه دي نيول شوي

يوناما: د افغان حکومت له خوا پر اداري فساد محکوم ځيني کسان نه دي نيول شوي

Dec 09, 2019 - 12:18

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګري ملتونه په دې برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې ستايي او پر لا زیاتو پرمختیاوو ټینګار کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره (يوناما) د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځنې په مناسبت ملګري ملتونه یوځل بیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له نوښته خپل ملاتړ په ډاګه کوي او د فساد د معافیت ننګولو په برخه کې یو لړ اخیستل شوو ګامونو ته اشاره کوي او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې د څرګند پرمختګ پر اړتیا ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې اړه ويلي: "ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لیدلوری پیاوړی کوي."

هغه زیاته کړه: "سره له دې چې فساد په دوامداره ډول د افغانانو ورځنی ژوند اغېزمنوي او پر دولتي ادارو عامه باور کموي، نو ډېره مهمه ده چې همدا اوس د قوانینو پر عملي کولو تمرکز وکړو او له فساد سره د مبارزې د هوډ څرګندولو په خاطر له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي، چې سرغړونه کوي."

په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه د جزا د نوي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون او د ۲۰۱۷ کال د فساد پر ضد ستراتیژۍ په ګډون د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د پورته شوو ګامونو ملاتړ کوي.

له نړیوالو همکارانو سره د نږدې همکارۍ له لارې، ملګرو ملتونو د فساد پرضد له عدلي مرکز (ACJC) سره چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی، د مشورې ورکولو، وړتیا لوړونې او د څارنې په برخه کې مرسته کړې.

سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه هغه امنیتي وضیعت درک کوي چې قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو هدفي وژنې غندي.

په داسې حال کې چې د فساد پرضد عدلي مرکز ((ACJC د فساد قضیو ته رسیدنه کړې، خو ملګري ملتونه یادونه کوي، چې دغه مرکز لا په لویه کچه د فساد په مخنیوي کې اغیزمن کار ندی کړی.

يوناما ويلي، د اداري فساد په اړوندو څیړنو په اړه د نیونې او احضار د پام وړ شمیر امرونه او له هېواده بهر د نه وتلو یا ممنوع الخروج حکمونه تراوسه نه دي عملي شوي او ډیر محکوم شوي د خپلې جزا د حکم د عملي کولو لپاره نه دي نیول شوي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د شته اقداماتو د لا ډیرو عملي کیدو او د نویو ستراتیژیو په رامنځ ته کیدو کې له کورنيو همکارانو سره متحد پاته کیږي.

سرچينې زياته کړې : "موږ په ګډه د عدالت لپاره ودریږو تر څو د قانون حاکمیت خوندي او په هېواد کې داسې فرصتونو ته زمینه برابره شي چې له ښېګنو یې ټول برخمن شي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) استازي مارک کولهن وايي: "له فساد سره د مبارزې په برخه کې د هڅو پیاوړتیا د ښې حکومتولۍ د پرمختیا لامل کېږي چې د افغانستان لپاره اړینه ده. د فساد پر وړاندې د مبارزې ګټل، د فساد له کبله د رامنځته شوې بې وزلۍ او له نا برابرۍ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول دي."

د اداري فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د ساتونکي په توګه UNODC د افغانستان په ګډون له ټولو دولتونو سره مرسته کوي چې دغه کنوانسیون پر یو اغېزناک سیستم بدل شي او له فساد سره د مبارزې نړیوالې اجنډا ته سرعت ورکړي.

د دې اجنډا یوه مهمه برخه په ۲۰۲۱ کال کې په لومړي ځل د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو عمومي ځانګړي ناستې ته له تیاریو سره مرسته کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما UNODC او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د دغه هیواد د فساد پروړاندې اصلاحاتو په خاص ډول د نوې اوږدمهالې فساد ضد تګلارې د جوړولو په برخه کې همکاریو ته، چې پر تیرو بریاوو به ولاړه وي، ژمنه پاتې کیږي.

په داسې حال کې چې فساد هره ورځ د عامو خلکو په ژوند اغیز کوي، ملګري ملتونه به د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا، معلوماتو ته لاس رسي کمیسیون، لویې څارنوالی او د ټولنې په ټولو برخو کې د روڼتیا، حساب ورکولو او د شفافیت رامنځته کولو لپاره له یوه هر اړخیز خوځښت څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.

نن په کابل کې ملګرو ملتونو له ملي او نړیوالو همکارانو سره په ګډه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ و نمانځله چې د ۲۰۰۳ کال د اکتوبر په ۳۱مه د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د نړیوال کنوانسیون له تصویب راهیسې هر کال د ډسمبر په ۹مه نېټه نمانځل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement