ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قطر کې د طالبانو او امريکا مذاکرات نن هم دوام کوي

په قطر کې د طالبانو او امريکا مذاکرات نن هم دوام کوي

author avatar
9 Dec 2019 - 10:16
په قطر کې د طالبانو او امريکا مذاکرات نن هم دوام کوي
author avatar
9 Dec 2019 - 10:16

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨):  د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات به نن په درېيمه ورځ هم روان وي.

دغه مذاکرات چې درې مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا ځنډول شوي وو، وړمه ورځ يو ځل بيا پيل شوي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې پر يو شمېر موضوعاتو خبرې شوې دي.

هغه زياته کړه چې د دوى له لوري ملا عبدالغني برادر  او د امريکا له لوري زلمى خليلزاد د مذاکراتي پلاوي مشري کوي.

د شاهين په وينا، د طالبانو په پلاوي کې له بګرام زندانه تازه خوشي شوى انس حقاني هم برخه  اخيستې ده او د امريکا په پلاوي کې په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ګډون کړى دى.

ده وويل چې نن په درېيمه ورځ به هم له امريکايي لوري سره مذاکرات ادامه کوري.

نوموړى وايي، له امریکا سره له تړون وروسته به طالبان امریکايي ځواکونو ته د وتلو خوندي لار ورکړي.

ده زیاته کړه، له امريکا سره د تړون تر لاسليک وروسته به طالبان د هغوى پر ځواکونو بريدونه نه کوي.

نوموړي دغه راز بي بي سي ته ويلي، کله چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي او يوه تړون ته ورسېږي بيا به پر افغان ځواکونو هم بريدونه نه کوي.

له دې مخکې زلمي خليلزاد په کابل کې ولسمشر اشرف غني او نورو سياسي مشرانو سره ليدلي وو.

افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره اوربند مخکنى شرط دى او له دې پرته مذاکرات نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.