جلال اباد (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): په لغمان ولايت کې د سلګونه ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې يو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو نورو چارې پيل شوې.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې وزير ميرويس بلخي د لغمان والي اصف ننګ او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، د کليو د پراختيا د وزير په مشرۍ له کابله راغلي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۷۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او دغه راز یې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹۱ پروژو چارې رسماً پیل کړې.
دولتزى وایي، په دغو پروژو کې د ترانسپورټ، د څښاک د پاکو اوبو سیستمونه، د اوبو خور، سړک سازي، د وړو بندونو او کانالو او ګڼې نورې برخې شاملې دي.
د کليو پراختيا وزير مجیب الرحمن کریمي ددې پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، په نوي مالي کال کې به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سلګونه میلیونه نورو افغانیو په ارزښت لویې او کوچنۍ پروژې هم پیل کړي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت سیمه ییزه اداره او ټول ولسونه په خورا مېړانې سره د ټولو پروژو په ساتنه او عملي کېدو کې برخه وال دي.
د والي وياند دغه راز وويل چې راغلي پلاوي دغه راز د لغمان د پوهنې ریاست لپاره د څه کم شپږ ویشت میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزیر ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به د ټولو ښوونځیو هغه ستونزې چې ورسره شریکې شوې، یو په یو تر هر څه وړاندې حل کړي.
دغه راز راغلي پلاوي د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو بېلابېلو ښوونځیو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودې.
د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په دغو ښوونځیو کې درې هغه یې ۶ درسي او ۲ اداري خونې هم لري.
د پوهنې وزیر دغه راز یادونه وکړه چې د دغه وزارت له انکشافي بودجې او د هندوستان له مستقیمې مرستې به د ټولو ښوونځیو د ځینو برخو بیارغونه هم ترسره کړي.
نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارت سره په شریکه به د اقرا برنامې په چوکاټ کې د ګڼو ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن