د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې وڅېړل شوې

په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې وڅېړل شوې

Dec 09, 2019 - 17:32

کندهار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې څېړل شوي او د پرېکړې لپاره استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.

په دې لړ کې ۴۴ تنه بندیان خوشې شوي هم دي چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په عمومي محبس کې ډېری بندیان چې په جنايي او سیاسي جرمونو تورن وو، بې برخلیکه پاتې وو چې د دوسیو د څېړلو لپاره یې یو باصلاحیته پلاوی کندهار ته راغلی وو.

هغه زیاته کړه، دغه پلاوی څو ورځې په کندهار کې پاتې شو څو دغسې بندیان په نښه او دوسیې یې وڅېړي.

دی وايي، دغه پلاوي د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې څېړلې او د پرېکړې لپاره استیناف محکمې ته لېږلې دي.

د ده په خبره، په دې لړ کې ۴۴ تنه بندیان خوشې شوي هم دي چې په سیاسي جرمونو تورن وو.

د معلوماتو له مخې، د بې برخلیکه بندیانو په ډله کې د یو شمېر بندیانو د جرمونو اړوند کافي اسناد او شواهد موجود نه وو او دغه راز یو شمېر داسې هم وو چې د بند موده یې پوره شوې وه خو بیا هم بندیان وو.

په خپله له لویې څارنوالي څخه د راغلي شپږ کسیز پلاوي مشر څارنوال خلیل الرحمن ساپی وايي چې کندهار ته یې د سفر په لړ کې له استيناف څارنوالۍ، امنیې قوماندانۍ، د اصلاح مرکز، د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ له نظارت خونو او د کندهار له مرکزي زندان څخه لیدنه کړې ده.

هغه وویل، تر دې مهاله یې د ۴۲۰ تنو بې برخلیکه بندیانو دوسیې څېړلي او د ۲۳۹ نورو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او دغه راز یې ۴۴ تنه بندیان خوشې کړي دي.

دی زیاتوي، په دغو بندیانو کې د کندهار تر څنګ د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي شامل دي چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو.

هغه څرګنده کړه، د کندهار استیناف محکمې ته صلاحیت ورکړل شوی څو د پاتې بندیانو دوسیې ژر تر ژره وڅېړل شي او یو زنداني هم بې برخلیکه پاتې نه شي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د کندهار تر څنګ، د هلمند، فراه، نیمروز او هرات ولایتونو اوسېدونکي وخت په وخت ولایت مقام ته د خپلو بندیانو اړوند عریضې کولې او د هغوی د برخلیک معلومولو غوښتنې یې کولې.

ده وویل، له ښه مرغه په دې وروستیو کې د ډېرو دغسې بندیانو دوسیې څېړل شوي او د پرېکړې لپاره اړوندو محکمو ته راجع شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د مجرمنیو مجازات، د عدالت تامین او د قانون حاکمیت د عدلي او قضايي ارګانونو او امنیتي ځواکونو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي هیله وښودله چې مرکزي او ولایتي اداره په همغږۍ بندیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د هغوی دوسیو ته د ژر رسېدلو په برخه کې ژمنې دي.

د کندهار په عمومي زندان کې چې د کندهار ښار په ختیځ کې د سرپوزې په سیمه کې دی، دا مهال شاوخوا دوه زره تنه بندیان دي.

دغه زندان په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى، چې اوسمهال د کورونو، دوکانونو او د استوګنې سيمو چاپېره کړى دى.

دغه زندان د هغه مهال له شرايطو سره سم جوړ شوى و چې اوسمهال د زندانيانو لپاره بسنه نه کوي او له بلې خوا د دغې سیمې اوسېدونکي یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې بنسټ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ جریبه ځمکه د یوه معیاري زندان د جوړولو چارې روانې دي چې د دولت له پرمختیايي بودیجې ورباندې ۳۱۴ میلیونه افغانۍ لګول کېږي.

د دغه عصري او په نړیوال معیار جوړېدونکي زندان د جوړولو چارې به په ۳ کلونو کې بشپړې شي.

په دغه زندان کې چې په عصري او نړیوال معیار جوړېږي، د بندیانو لپاره د لیسې، حرفوي زده کړو مرکز، لاسي صنایعو، وړکتون، روغتیايي مرکز او ګڼې نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement