ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د حزب اسلامي ګوند د مهمو غړو د بېلتون لامل، د حکمتیار له خوا د چارو انحصار دی”

“د حزب اسلامي ګوند د مهمو غړو د بېلتون لامل، د حکمتیار له خوا د چارو انحصار دی”

author avatar
10 Dec 2019 - 15:29
“د حزب اسلامي ګوند د مهمو غړو د بېلتون لامل، د حکمتیار له خوا د چارو انحصار دی”
author avatar
10 Dec 2019 - 15:29

کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨): د سياسي چارو شنونکي وايي چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له خوا د ټولو کارونو انحصار او خپلسرې پرېکړې د دې لامل شو چې د دې ډلې نور مهم غړي ترې جلا شي.

حزب اسلامي چې د افغانستان يو له پخوانيو جهادي ګوندونو او ډلو څخه دی او نږدې په ټول هېواد کې پلويان لري، په دې وروستيو کې يې ګڼو مهمو مشرانو ترې لارې بېلې کړې دي.

څو کاله مخکې د دغه ګوند مهم غړي وحيدالله سباوون، عبدالهادي ارغنديوال، انجنير محمد خان او ځينو نورو ترې لارې جلا کړې وې او جلا ګوندونه يې جوړ کړي وو.

له پرون راهيسې په ټولنيزو شبکو کې داسې عکسونه خپرېږي چې د حزب اسلامي ګڼ شمېر نورو مهمو غړو هم د يوې ناستې په ترڅ کې له حکمتياره د لارې بېلولو په اړه مشورې کړې دي.

په دغه عکس کې د ګوند مهم غړي مولوي سرفراز او قاضي محمد امين وقاد پاس د مشرتابه پر څوکيو ناست دي، په پارلماني چارو کې د دولت  وزير ‌‌‌‌‌‌ډاکتر غلام فاروق وردګ ولاړ دى، خبرې کوي.

دغه راز ويل کېـږي چې د ولسي جرګې پخوانى رييس عبدالرووف ابراهيمي، پخوانى والي جمعه خان همدرد، اکبر بارکزی، د ميدان وردګو والي مظفرالدين يمين او يو شمېر نور مهم کسان هم په دې نوې ډله کې شامل دي.

د دې ناستې يوه ګډونوال چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټولو ګډونوالو له حکمتياره  ګيلې کولې چې هر څه يې انحصار کړي، مشوره نه کوي.

سرچينې زياته کړې چې ډېرى کسانو دا ګيله درلوده چې ټولې مهمې پرېکړې په خپله حکمتيار، د هغه زوى حبيب الرحمن، زومان ډاکتر غيرت بهير او همايون جرير کوي او ټول ګوند همدغو څو کسانو ته پاتې شوى دى.

د حکمتيار بل زوى جمال الدين حکمتيار لا پخوا خپله لاره جلا کړې او په ټولنيزو شبکو کې اکثره د خپل پلار د پاليسو او تګلارو پر ضد پوسټونه کوي او نظرونه خپروي.

پژواک د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر له غړي فضل غني حقمل سره په دې اړه د نظر ترلاسه کولو لپاره اړيکه ونيوه خو هغه وويل چې دمګړۍ دوى پر دې موضوع نظر نه ورکوي.

خو د حزب اسلامي يوې باوري سرچينې چې د نوم له  څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل ، کومو کسانو چې پرون ناسته کړې ده، ددوى اکثره نږدې ملګري څو مياشتې مخکې د حزب له تشکيلاتو څخه لرې شوي وو.

سرچينې زياته کړې ، دغو کسانو په ګوند کې ځينې خپلسرۍ کولې چې د مشرتابه لخوا په تشکيلاتو کې رد وبدل په پايله کې دوى لرې شول او پر ځاى يې نور کسان وګومارل شول.

سرچينه وايي، دغو کسانو په ګوند کې خپل اغېز له لاسه ورکړل ؛ نو دې لپاره چې مطر ح شي، په دغسې يو اقدام يې لاس پورې کړ او هڅه کوي چې په ګوند کې ډلې جوړې کړي.

د حزب اسلامي په وينا، له مخکې چې حکمتيار له حکومت سره د سولې تړون وکړي، دغو کسانو په کابل کې سياسي فعاليت درلود ، خو اغېزمن نه وو.

د سياسي چارو شنونکى شفيق همدرد وايي، د حزب اسلامي د پاشل کېدو يا ترې د ځينو مهمو کسانو د لارې د بېلولو څو مهم لاملونه دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، لومړی دا چې له وړاندې ځيني مهمو کسانو د بن کنفرانس پر مهال او له هغه وروسته د حامد کرزي په حکومت او بیا د اشرف غني په حکومت کې د دندې اخیستلو له مهاله له نوموړي څخه خپله لاره بېله کړې وه.

همدرد وايي، دوى د نظام او څوکۍ خوندونه ليدلي وو او په همدې نظام کې تر ډېره ترې لوی شخصیتونه جوړ شوي وو او بیا يې خوند نه ور کاوه چې هغه عسکري، منحصر او شخص محوره نظام او چارچوب ته ور و ګرځي .

ده زياته کړه، بل مهم لامل يې دا دی چې حکمتيار لا تر اوسه په هغه پخواني جهادي موډ او فکر کې دی، هغه مهال حالات ډېر سخت او ډېرو مشرانو د بېلابېلو مجبوريتونو له امله د حکمتيار مشري په هر ډول حالاتو کې منلې وه، خو اوس حالات بدل شوي دي.

د هغه په وينا، خو حکمتیار د سولې له هوکړې وروسته چې کابل ته راغی، دغه تغيير ته يې ډېره توجه ونه کړه او هر څه يې په خپل انحصار او محدوده کې وساتل چې دې موضوع ډېر مشران خپه او ناراضه کړل.

همدرد وايي، کومو کسانو چې دا تېره ورځ ترې خپله لاره بېله کړه د پورتنيو لاملونو ترڅنګ يې لوی لامل وروستۍ ټاکنې دي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پرته له دې چې د حزب له مشرانو سره مشورې وشي حکمتيار ځان کانديد کړ.

ده زياته کړه، دغه راز له ټاکنو وروسته حکمتيار ځيني داسې کارونه وکړل، لکه د حکومت پر وړاندې توند غبرګون، د جمعيت له ګوند او کانديد ډاکتر عبدالله سره د حکومت پر وړاندې ګډه جبهه جوړول چې د حزب کلک رقيب پاتې شوی و، هغه لامل و چې ځيني با نفوذه مشران يې لارې بېلولو ته اړ کړل.

د سياسي چارو بل شنونکى حبيب الرحمن ابراهيمي هم وايي چې د حزب اسلامي مشرتابه داسې کارونه وکړل چې د ګوند پر زيان تمام شول.

هغه زياته کړه چې حزب اسلامي اجرائيه شورا لري او ټول کارونه بايد د دې شورا له خوا ترسره شي او پرېکړې وکړي، خو په دې وروستيو کې د حزب اسلامي ټول کارونه انحصار شوي وو.

ابراهيمي وايي، د هېواد په اوسنيو حالاتو کې مشران او رهبران بايد لوړه حوصله ولري او د ګوند له غړو سره په مشورو مخکې ولاړ شي.

په ټولنيزو شبکو کې هم پر دې موضوع خلکو خپل نظرونه ورکړي دي.

ادم خان سيرت په فېسبوک کې ليکي، جمعيت ګوند چې تر کورنۍ منحصر شو، په درېيو برخو ووېشل شو، دغه راز افغان ملت ګوند هم چې له ملي دريځه تېر شو، څو ټوټې شو.

هغه حزب اسلامي ته په اشارې سره ويلي چې حکمتيار هېڅکله د بل چا مشري او نظر نه مني او دا مهم ګوند اوس عملاً پر زياتو برخو وېشل شوى دى.

د نوموړي په وينا، پرونۍ ناسته به د حکمتيار د مبارزې پر تابوت وروستى مېخ وي او دا ګوند به يواځې د حکمتيار  کورنۍ او زومانو ته پاتې وي.

ثواب الدين مخکښ هم په فېسبوک کې ليکلي چې اوس ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو افغانستان نه دی .

په ټولنيزو شبکو کې د شاوخوا ٥٠ کسانو يو لېست هم خپور شوى چې ګواکې د حزب اسلامي مهم غړي او له حکمتياره لاره بېلوي، خو دا لېست نه تاييد شوى او نه هم تر ډېره بريده دقيق ښکاري.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.