ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې په خبرو کې دې پر بشري حقونو تمرکز وشي”

“د سولې په خبرو کې دې پر بشري حقونو تمرکز وشي”

author avatar
10 Dec 2019 - 15:50
“د سولې په خبرو کې دې پر بشري حقونو تمرکز وشي”
author avatar
10 Dec 2019 - 15:50

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۸): په کابل کې د یوې غونډې ویناوالو وویل چې بشري حقونه غربي پدیده نه ده، بلکې اسلام په دې برخه کې بشریت ته ډېر څه ورکړي او د سولې خبرې باید د بشري حقونو د ټینګښت پر محوريت وڅرخي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په نوښت نن په کابل کې د بشري حقونو نړيواله او د جګړې د قربانيانو ملي ورځ ونمانځل شوه.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر افغان چارواکو ترڅنګ ځینو بهرنیو سفیرانو او مېلمنو هم برخه لرله.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې ناسته کې وويل، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په تېرو ۱۷ کلونو کې له دې سره سره چې ډېرې لاسته راوړنې لري، خو لا هم په هېواد کې د بشري حقونو د تامين په برخه کې ډېرې ستونزې شته.

د ده په وينا، په هېواد کې جګړه، فساد، تبعيض، ملکي مرګ ژوبله او د قانون نه حاکميت هغه ستونزې دي چې د بشري حقونو د تامين پر وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي دي.

دانش زياتوي: “د بشري حقونو او عدالت له تامين پرته د تلپاتې سولې ټينګښت ناممکن دی، د سولې په پروسه کې بايد د بشري حقونو فعالين، مېرمنې، د مدني ټولنو استازي او رسنۍ معنا لرونکی حضور ولري.”

هغه وويل: “موږ تر اوسه د بشري حقونو تامين يو غربي پديده او فرهنګي يرغل بولو، خو نه؛ اسلام بشر ته ځانګړی درناوی لري، موږ بايد هغه څه پټ نه کړو کوم چې زموږ مبارک دين بشر ته ورکړي دي.”

د هغه په وينا، د دې لپاره هغه باور چې د بشري حقونو تامين يوه غربي پديده ده، له منځه يوسو بايد ديني علما، رسنۍ او روزنيز بنسټونه بايد په دې برخه کې خپل رول ولوبوي او دغې ستونزې ته د پای ټکي کېښودل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې شهرزاد اکبر په نننۍ غونډه کې له ماشومانو څخه د ملاتړ قانون د تصويب هر کلی وکړی او زياته يې کړه چې د دغې قانون له مخې به د ماشومانو حقوق او خونديتوب تامين او د ژوندانه د ښه والي لپاره به یې اړين چوکاټ رامنځته شي.

دغه قانون تېره ورځ ولسی جرګې تصویب کړ، خو د جرګې یو شمېر غړو د ماشومتوب د عمر په اړه چې په قانون کې ۱۸ کاله ښودل شوی، نیوکه کوله او د جرګې له غونډې د اعتراض په توګه ووتل.

شهرزاد زياته کړه: “زموږ اوسنۍ اړتيا دا ده چې د لاسته راوړنو د ساتلو ترڅنګ خپلو ناکاميو او کميو ته واقع ‌بينانه نظر وکړو او په دې برخه کې لا ډېرې او اغېزناکې کړنې ترسره کړو.”

د اکبر په وينا، د دې لپاره چې په هېواد کې د سولې خبرې د تلپاتې سولې لامل شي، اړينه ده دغه بهير همه شمول وي، د خبرو دواړه خواوې د سولې د خبرو پر مهال د جګړې د قربانيانو، مېرمنو او ځوانانو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير پيري مايدون په نننۍ غونډه کې وويل چې د سولې په تړاو بايد ټولې خبرې د بشري حقونو د تامين پر محوريت راوڅرخي، د بشر حقونو د کليدي اصولو پرېښودل نه يواځې افغانستان، بلکې د اروپا لپار هم ويجاړوونکی اغېز لري.

هغه وويل: “سږ کال د بشري حقونو بحث د تېرو کلونو په پرتله دا توپير لري چې د سولې پروسې اړوند بحثونه بايد حقوق بشر محوره شي، موږ د بشري حقونو کمېسيون ملاتړ کوو، د بودجې او تجهيزاتو په برخه کې هم د کمېسيون ملاتړي يو.”

د هغه په وينا، جرمي اقتصاد، د مخدره توکو قاچاق، پر نشه د روږد کسانو ډېروالی او پر ماشومانو دروند کار کول، د انسانانو قاچاق، دا ټول هغه عوامل دي چې د جګړې له امله رامنځته شوي دي.

دی زياتوي، په افغانستان کې يوازې جګړه نه، بلکې له جګړې پرته نور عوامل هم ډېر دي چې د بشري حقونو د نقض لامل شوي دي.

مايدون وايي: “غواړم ووايم چې د بشر حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دي، کله چې دولت خپل ماشومان هېر کړي هغه ضعيف دولت دی، او کله چې دولت له زيانمنو کسانو دفاع کوي، هغه ځواکمن دولت دی.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تداميچي ياماماتو په نننۍ ناسته کې وويل، دا مهمه ده چې ځوانان د بشری حقونو د تامين لپاره ودريږي او دا ځواک ورکړل شي چې د بشری حقونو د دفاع لپاره راپورته شي.

هغه وويل: “دا ځوانان دي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره اميد رابښي، ځکه دوی هغه کسان دي چې د ټولنې بنسټ جوړوي، په رسنيو او مدني ټولنو کې پياوړې ښځې او ځوانان لرو؛ چې زه د دوی د فعاليتونو ستاينه کوم.”

د ده په وينا، بشری حقونه يواځې د افغانانو لپاره نه، بلکې د ټولو لپاره مهم دي؛ ځکه چې د بشري حقونو د تامين په تنيجه کې کېدای شي د ټولو بې عدالتيو مخه ونیول شي.

دی زياتوي، د بشري حقونو تامين نه يوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره هم مهم دی، ځکه چې د بشر د حقونو تامين د ټولو سمو کړنو بيناد دی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.