غزني ښار (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨): ناپېژاندو وسله والو د غزني د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست امر د بې غږې تومانچې پر ډزو وژلى دى.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د غزني ښار د دويمې حوزې اړوند د پلان سه په سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست امر نصرت الله سياسي وژلى دى.
هغه وايي: ((نصرت الله سياسي له کلونو راهيسې د شهيدانو او معلولينو په خدمت کې و خو نن سهار ناځوانه دښمن پر بې غږه تومانچې وژلى دى.))
د نوري په وينا، د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي سميع الله افغان پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې دوو موټرسايکل سپرو د دغه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو پر امر ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.
هغه وايي: ((له کور نه وظيفې ته روان و چې ډزې يې پرې وکړې.))
د يادونې ده، د روان کال له پيله په غزني کې دغه شلم کس دى چې د هدفي وژنو په ترڅ کې وژل کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن