ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې سلګونه کسانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ

په لغمان کې سلګونه کسانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ

author avatar
10 Dec 2019 - 17:33
په لغمان کې سلګونه کسانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ
author avatar
10 Dec 2019 - 17:33

جلال اباد (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۸):  د لغمان ولايت سلګونه قومي مشرانو او ځوانانو د يوې غونډې پرمهال له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او دغه راز يې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.

دوی دغه راز له وسله والو وغوښتل چې سوله وکړي او له افغان حکومت يې هم وغوښتل چې د سولې خبرو اترو پيل ته زمينه برابره کړي.

دغه قومي مشران او ځوانان د لېندۍ په ۱۹مه د لغمان ولايت مقام د غونډو په تالار کې راټول شوي وو او د سولې غوښتنه يې وکړه.

د لغمان د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيمزي وويل، دوی نن په دې موخه دلته راټول شوي چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه، د خلکو بله غوښتنه د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو ژر اعلان دی چې ټول ولس ورته په تمه دى؛ خو د ولسمشرۍ ټاکنو ځينې ټکټونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر کمېسيون خپل کار ته نه پرېږدي.

عبدالرحيمزي دا هم وويل، چې ولس د سولې د راتګ په تمه دی او غواړي تر هر څه وړاندې سوله راشي.

يوه قومي مشر شامرد خان وويل، ولس سولې ته ليواله دی او په دغه برخه کې لکه څنګه يې چې جګړو کې قرباني ورکړې، دې برخې کې هم هر ډول قربانۍ ته تيار دى.

دی زياتوي: ((که وسله والو ته د ننواتو لپاره ورتګ وي، که زارۍ وي او که مذاکرات وي هر څه ته ولس چمتو دی چې خپله طالبانو ته ورشي او سوله ترې وغواړي.))

د لغمان والي محمد اصف ننګ له خلکو مننه وکړه چې د خپلو امنيتي سرتېرو ملاتړ کوي او ډاډ يې ورکړ چې امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د خپلو سرونو په بدله د خپل ولس ساتنه وکړي.

دی وايي، د ټاکنو پايلې به هم اعلان شي او د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر په هلو ځلو به ډېر ژر د سولې بين الافغاني خبرې اترې هم پیل شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.