کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨): د ټاکنو کمېسیون وایي، تر دوو ورځو به په دې شرط په ۲۷ ولایتونو کې د ترسره شویو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي چې په اړه يې د رهبرۍ د بیا کتنې له مخې سمونه په کې راشي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شوې، خو تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي. د ټاکنو کمېسیون د فساد په اړه د ادعاوو په تړاو په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه تر سره کړې، خو په اوو ولایتونو کې یې د ځنیو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ډلې د پلویانو له خوا مخه نیول شوې ده.
د ټاکنوخپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح الله سادات پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په ۲۷ ولایتونو کې د تر سره شویو ټاکنو وروستي معلومات د دغه کمېسیون دارالانشا د کمېسیون له رهبرۍ سره شریک کړي، خو رهبرۍ یې په دوو مواردو ملاحظه لرله.
ده زیاته کړه:« که چېرې دارلانشاء دغه دوه ملاحظې نن حل کړې، نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون به سبا او که چېرې یې سبا حل کړې نو بل سبا به د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په هکله پرېکړه وکړي او وروسته له ۱۲ ساعتونو به یې اعلان کړي.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن