د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بوسنیا: چمتو يو د ښې حکومتولۍ برخه کې له افغانستان سره خپلې تجربې شریکې کړو

بوسنیا: چمتو يو د ښې حکومتولۍ برخه کې له افغانستان سره خپلې تجربې شریکې کړو

Dec 10, 2019 - 17:45

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٨): د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا رئیس وايي، هېواد یې چمتو دی د ښې حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا له رئیس زلجکو کومسیک سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په دلګشا ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې، ولسمشر محمد اشرف غني د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، له افغانستان سره د دغه هیواد له همکاریو په ځانګړي ډول د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، مننه وکړه.

سرچينه کاږي، د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا رئیس، د هېواد د جمهور رئیس هڅې وستایلې او ويې ویل، هېواد یې د بین المللي ټولنې ترڅنګ له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه همداراز زیاته کړه، بوسنیا هرزګوینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتونکې ده. 

همداراز زلجکو کومسیک وویل، هېواد یې چمتو دی چې د ښې حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخېو په دې کتنه کې جمهور رئیس غني او د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement