د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچینې: طالبانو په جوزجان کې ۴۰ سپین ږیري له ځان سره بېولي

سرچینې: طالبانو په جوزجان کې ۴۰ سپین ږیري له ځان سره بېولي

Dec 10, 2019 - 15:55

 

شبرغان (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨): طالبانو د حوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د قومي مشرانو په ګډون ۴۰ سپین ږیري چې شبرغان ښار ته د یوه کس د جنازې لمانځه ته تللي وو، له ځان سره بيولي دي.

د فیض اباد ولسوال الف شاه عطایي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن له ماسپښین وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې یاد ۴۰ کسان د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان الله بیرون د جنازې په لمانځه کې ګډون کړی و.

د ده په خبره، دغه کسان د خانقا ولسوالۍ شاه میرزا پوستې ته نږدې د طالبان له چک پاینټ سره مخامخ شوي وو او طالبانو له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.

الله بیرون چې په فیض اباد ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ولسي پاڅونوالو قوماندان و تېر مازدیګر له خپل یوه ملګري سره د اندخوی ــ اقینې په لار په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عطايي وویل، هغه کسان چې طالبانو له خان سره وړي دي ټول قومي مشران او سپین ږیري دي او له دغه قوماندان سره یې کاړي اړیکې نه لرلې.

هغه په ډاګه کړه چې تر اوسه د یادو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان وویل: ((د موضوع په اړه پلټنې کوو او هڅه مو داده چې د یادو ۴۰ کسانو د ساتنې سیمه تشخیص او عاملین یې وپېژندل شي.))

هغه زیاته کړه، دغه کسان له دولتي ارګانونو سره کاري اړیکې نه لري او هڅه کوي چې یاده موضوع د قومي مخورو په مرسته حل کړي.

وجدان وویل: ((اوس ټول د قوماندان الله بیروند جنازې پر مراسمو بوخت یو او ډېر ژر به ستونزې ته رسېدنه وکړو.))

طالبانو د یادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مزار ــ شبرغان لویه لار له ډېرې مودې راهیسې ناامنه شوې او د امنیتي پوستو او چک پاینټونو پر جوړېدو سربېره هم وسله وال مخالفین په یاده لار له بار وړونکو موټرو پیسې اخلي.

دوی تېر کال هم د فیض اباد ولسوالۍ شپږ اوسېدونکي په یاده سیمه کې له ځان سره بېولي وو او دوه کسان چې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان خپلوان وو وژل او څلور نور یې بېرته خوشي کړي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan