ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اصغر افغان يو ځل بيا د کرکټ ملي لوبـډلې لوبـډلمشر وټاکل شو

اصغر افغان يو ځل بيا د کرکټ ملي لوبـډلې لوبـډلمشر وټاکل شو

author avatar
11 Dec 2019 - 17:58
اصغر افغان يو ځل بيا د کرکټ ملي لوبـډلې لوبـډلمشر وټاکل شو
author avatar
11 Dec 2019 - 17:58

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د افغانستان کرکټ بورډ، اصغر افغان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر او راشد خان يې د مرستيال په توګه ټاکلي دي.

د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي د لېندۍ په ٢٠مه په يوه خبري کنفرانس کې دغه اعلان وکړ او ويې ويل چې اصغر افغان به د درېیو واړو لوبـډلو (ټسټ، يو ورځنۍ او شل اووريزو) د ملي لوبډلې کپتان وي.

هغه زیاته کړه، لوبډله په راتلونکي کې د ۲۰ اوریزو اسیا نړیوال جام سیالۍ په مخکې لري او له روزونکي، تخنیکي کمېټۍ او لوبډلمشر سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې چې اصغر افغان به بېرته د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه فعالیت پیلوي.

اصغر افغان له دې مخکې د څلورو کلونو لپاره د ملي لوبډلې د کپتان په توګه دنده ترسره کوله، خو د  روان ۲۰۱۹ کال په پيل کې د نړیوال جام له پیلېدو مخکې له دندې لرې شو او پر ځای يې ګلبدین نايب د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.

د نايب تر کپتان ټاکل  کېدو وروسته په ملي لوبډله کې اختلافات پيدا شول چې له امله يې افغان لوبډلې په نړيوال جام کې هېڅ يوه لوبه ونه ګټله.

خو تر نړيوال جام وروسته کرکټ بورډ يو ځل بيا کپتان بدل کړ، راشد خان يې نوى لوبډلمشر او اصغر يې ورته مرستيال وټاکلو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.