ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام برید کې ٢ تنه وژل شوي او د بهرنيانو ترڅنګ لسګونه ملکي وګړي ټپیان دي

د بګرام برید کې ٢ تنه وژل شوي او د بهرنيانو ترڅنګ لسګونه ملکي وګړي ټپیان دي

author avatar
11 Dec 2019 - 10:38
د بګرام برید کې ٢ تنه وژل شوي او د بهرنيانو ترڅنګ لسګونه ملکي وګړي ټپیان دي
author avatar
11 Dec 2019 - 10:38

څلورم تعقيب – چاريکار (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۸): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې بريد پاى ته ورسېد چې په کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، ٨٠ ملکي وګړي او د ناټو يو شمېر سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه بريد چې نن سهار شاوخوا پنځه نيمې بجې وشو، وسله والو طالبانو یې لس ساعته وروسته مسووليت پر غاړه واخيست.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې برید کوونکو د درېیو موټربمونو په وسیله بګرام کې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي اډې برید وکړ.

هغه زياته کړه، د موټرو له چاودنو وروسته شپږ وسله وال بریدګر په دې سیمه کې د کوریایانو له خوا د جوړ شوي روغتون ودانۍ ته ننوتل او جګړه يې پيل کړه.

قدوسي وایي چې روغتون اوس مهال په یاده ودانۍ کې فعالیت نه درلود.

ولسوال زياته کړه چې په دغو بريدونو کې يوه ښځه وژل شوې او تر ٨٠ پورې نور ملکي وګړي ټپيان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هغه په وینا، یو شمېر ټپيان د پروان ولایتي روغتون او نور بګرام کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې دغه بريد ماخوستن مهال د ټولو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

ده زياته کړې، په دغه بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ٧٠ ډېر ملکيان ژوبل شوي دي.

د پروان د ملکي روغتون مشر ډاکتر عبدالقاسم سنګین وایي چې دوى ته لسګونه ټپيان شوي چې ډېرى يې په نږدې کورونو کې د دروازو او ښيښو  د ماتېدو له امله ټپيان شوي دي.

د سيمې یوه اوسېدونکي توریالي پژواک ته وویل چې چاودنې ډېرې درنې وې.

دی وایي چې د هغه مېرمن هم د کور د ښیښو ماتېدو له امله ټپي شوې او دې ته ورته لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند پژواک اژانس ته وويل، د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایي چې دغه برید په بګرام پوځي اډه کې پر يوه روغتيايي مرکز شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې دغه مرکز په دې وروستيو کې د نږدې سيمې اوسېدونکو د روغتيايي ستونزو د هوارولو په موخه جوړ شوى و.

د امريکايي ځواکونو وياند وايي چې له موټربم بريدونو وروسته يو شمېر وسله وال هلته نښتې پيل کړې چې له امله يې د ناټو يو شمېر سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو شاوخوا لس ساعته وروسته د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې لومړى له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر له دېوال سره وجنګاوه او نور وسله وال دننه ولاړل او جګړه يې پيل کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې څو ساعته جګړه کې چې اوس هم (ماښام مهال) روانه ده لسګونه امريکايي او داخلي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هغه راپورونه رد کړي چې په دغه بريد کې ملکي روغتون، جومات او يا د خلکو کورونه زيانمن شوي دي.

خو هغه منلې چې د چاودنو د دروندوالي له امله په لرې سيمو کې ځيني ملکي وګړي برسېرن ټپي شوي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.