خوست ښار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٨) : په خوست ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او نهه نور ټپيان شوي دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېر ماښام ۶:۱۵ د خوست – ګردېز پر لويه لار د اسماعيل خېلو مندوزيو په ولسوالۍ کې شوې.
هغه زياته کړې، پېښه د فلانکوچ او د يوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.
نوموړى وايي په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او ۹ کسان نور ټپيان دي.
د حيدر په وينا، ټپيان سم دستي د درملنې په موخه د خوست ملکي روغتون ته انتقال شوي.
ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې يو جسد او ۹ ټپيان ور وړل شوي دي
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن