د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اعتراض کوونکي: د ټاکنو کمېسیون سره مو پارلماني ټاکنو کې کار کړی، خو معاشونه نه راکوي

اعتراض کوونکي: د ټاکنو کمېسیون سره مو پارلماني ټاکنو کې کار کړی، خو معاشونه نه راکوي

Dec 11, 2019 - 17:48

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو چې د تېرو ولسي جرګې ټاکنو پر مهال يې د ټاکنو له کمېسيون سره دوه مياشتې کار کړی او تر اوسه يې معاشونه نه دي اخيستي، د اعتراض په توګه د ولايت مخې ته راټول شوي وو.

دوی ويل، د ټاکنو ولايتي کمېسيون ورسره له تېر يوه کال راهيسې بېلابېلې ژمنې کوي؛ خو تر اوسه يې معاشات نه دي ورته حواله کړي.

د دغو معترضينو په وينا، دوی د ټاکنو له کمېسيون سره ځينو د ولسواليو د امرينو او ځينو د مبلغ په توګه دندې ترسره کړي چې شمېر يې نږدې دوو سوو تنو ته رسېږي.

د معترضانو له ډلې سميع الله هلال وويل، دوی د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له ټاکنو کمېسيون سره دوه مياشتې کار کړی چې تر اوسه (د ۱۴ مياشتو په تېرېدو) لا هم دوی ته معاشات نه دي ورکړل شوي.

يو بل معترض حسيب سادات چې ټاکنو کمېسيون سره يې د مبلغ په توګه دنده ترسره کړې، وايي، هر ځل چې ټاکنو کمېسيون ته ورغلي، د دروغو نېټه يې ورکړې خو معاشات نه دي ورته حواله شوي.

يادو معترضانو ګواښ وکړ که يې حق ورنه کړل شي، نو دوی به په راتلونکي کې د خپلو حقونو په خاطر په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي چې بيا به يې د عواقبو مسووليت د ټاکنو کمېسيون پر غاړه وي.

د معترضينو له ډلې رحم داد بهادر وويل: ((موږ د ټاکنو کمېسيون له چارواکو غواړو چې زموږ معاشونه راکړي، يوازېنی ولايت ننګرهار دی چې موږ ته معاش نه دی راکړل شوی، که نه يې راکوي، موږ به وروسته نور اقدامات وکړو او چې هر مشکل رامنځته کېږي، کميسيون به يې مسول وي.))

خو د ټاکنو ولايتي کمېسيون وايي چې د دغو کسانو معاشونه د يو شمېر اداري ستونزو له امله پاتې شوي.

د کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي پژواک اژانس ته وويل، د تېرو ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال ده ننګرهار کې دنده نه درلوده؛ خو له پخواني رييس يې چې معلومات اخيستي، د دوی معاشونه د اداري ستونزو له امله ځنډېدلي وو، بيا پرې مالي کال پوره شوی؛ نو ځکه يې معاشونه تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

دی وايي، له مرکزي کمېسيون سره يې دغه ستونزه شريکه کړې او هغوی ډاډ ورکړی چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې به دغو معاشونو ته هم ځای ورکړي.

د يادولو ده، د ولسي جرګې وروستۍ ټاکنې د تېر ۱۳۹۷يم کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement