ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بيک : د سيمه ييزو ادارو د واکونو زياتولو طرحه مو جوړه کړې

بيک : د سيمه ييزو ادارو د واکونو زياتولو طرحه مو جوړه کړې

author avatar
11 Dec 2019 - 15:28
بيک : د سيمه ييزو ادارو د واکونو زياتولو طرحه مو جوړه کړې
author avatar
11 Dec 2019 - 15:28

مزارشريف (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، داسې يوه طرحه يې چمتو کړې ده چې له مخې به يې په ولايتونو کې د سيمه ييزو ادارو واکونه زيات شي.

دغه څرګندونې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس عبدالمتين بيک د لېندۍ په ۲۰مه په مزارشريف ښار کې د سيمه ييزې حکومتولۍ په ملي کنفرانس کې وکړې.

په ياد کنفرانس کې د کابل، بلخ، جوزجان، تخار، نيمروز، کونړ او هرات ولايتونو واليانو، مرستيال واليانو، د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس ياد کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل چې د ملي يووالي حکومت په تېره پنځه کلنه دوره کې جګړه د ښې حکومتولۍ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ و.

هغه زياته کړه چې د شته ستونزو با وجود بيا هم حکومت توانېدلی څو خلکو ته ښه او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

بيک وويل چې د ملي يووالي حکومت په دوره کې يې د افغانستان د ۳۸۷ ولسواليو له ولسوالانو ليکلې طرحې اخيستې چې له مخې يې د افغانستان راتلونکې پراختيا لپاره هر اړخيزه طرحه هم چمتو شوې ده.

نوموړی زياتوي چې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ پر وړاندې بله جدي ستونزه له يوې مخې د صلاحيتونو مرکزي کول دي.

د هغه په وينا، د روانو جګړو له امله ډېری ولسواليو نظامي رنګ خپل کړی چې ورسره د ملکي ادارو اغېزمنتيا کمه شوې ده.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس ژمنه وکړه چې د نوې طرحې له مخې به په راتلونکي حکومت کې به ډېری منابع سيمه ييزو ادارو ته ورکړل شي څو په دې ډول ولايتونه په تحرک کې راشي.

بيک وايي چې د نوې طرحې له مخې به افغانستان پر اتو اقتصادي زونونو ووېشل شي او هر زون به په خپلو ولايتونو کې له اړتيا سره سمې پراختيايي چارې ترسره کوي.

نوموړي د ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو لپاره امنيت او سوله اړين وبلل او زياته يې کړه چې هڅې روانې دي څو روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه د حکومت په استازيتوب يو ځل بيا ژمنه وکړه چې د سولې په مذاکراتو کې به د خلکو په حقوقو او ازاديو معامله نه کېږي.

د بيک په وينا، په ولايتونو کې په سيمه ييزه کچه اقتصاد ته وده ورکول، مرسته کوي څو له سولې وروسته وسله وال طالبان په ښه ډول ټولنه کې جذب شي.

دغه کنفرانس ته د ولسمشر غني پيغام هم لېږل شوی و چې د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر له خوا ولوستل شو.

په پيغام کې راغلي وو چې د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري.

د ولسمشر په پيغام کې تاکيد پر دې شوی و چې حکومتي ادارې بايد د خلکو په مشورو او ګډون موثر خدمات وړاندې کړي.

په پيغام کې ويل شوي وو چې په سيمه ييزو ادارو کې بايد ظرفيتونه تشخيص شي چې په رڼا کې يې د عمل برنامه په ښه ډول تطبيق شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد کنفرانس ته په خپله وينا کې له حکومته وغوښتل چې د واليانو واکونه زيات کړي.

نوموړی زياتوي چې د سيمه ييزو ادارو د اختياراتو په زياتېدو سره به دولتي خدمات په اغېزمنه توګه تر خلکو رسېږي.

د هغه په خبره، حکومت بايد په خپلو ټولو برنامو کې د خلکو نظريات واوري او عمل پرې وکړي.

حديد زياته کړه چې د امنيت او عدالت ټينګېدو لپاره بايد په حکومتي او ولسي توګه مشترکې هڅې وشي.

نوموړی وايي چې خلک هغه مهال پر حکومت باور کولی شي چې په دولتي ادارو کې د هر ډول فساد ريښې و ايستل شي.

د يادونې ده، د سيمه ييزې حکومتولۍ په برخه کې دغه کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.