د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بګرام پوځي اډې پر دېوال دوه موټر بم بريده شوي

د بګرام پوځي اډې پر دېوال دوه موټر بم بريده شوي

Dec 11, 2019 - 08:43

چاريکار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٨) : ځايي چارواکي وايي چې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د ستر پوځي اډې پر دېوال دوه موټر بم بريدونه شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د موټرو په وسيله دا بريدونه نن سهار په شاوخوا پنځه نيمو بجو شوي وو.

هغه زياته کړه،چې بريد ګر د بګرام پوځي اډې له دېوال سره خپل موټر جنګولي، سترې چاودنې يې کړې او بيا يو شمېر وسله وال دننه ننوتلي دي.

ولسوال وايي چې د بګرام پوځي اډې په دغه سيمه کې د کوريا لخوا جوړ شوى روغتون هم موقعيت لري او له پوځي اډې بهر سيمه کې يو ښوونځى هم شته دى.
دقدوسي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريد کې يو شمېر ملکي وګړي په نږدې کورونو کې ټپيان شوي دي.

د پروان امنيه قوماندان محفوظ وليزاده د ياد بريد د تاييد پرمهال پژواک اژانس ته وويل چې تر چاودنو وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه هم اوريدل شوي دي.

په کابل کې د ناټو يوې سرچينې پژواک سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې هلته ددوى پر کاروان بريد شوى.

سرچينې زياته کړې چې په سيمه کې پر يو روغتون بريد شوى دى.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement