د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست ترافيکي پېښه کې يو تن مړ ٩ ټپيان دي

پېښې

ارشيف

د خوست ترافيکي پېښه کې يو تن مړ ٩ ټپيان دي

Dec 11, 2019 - 09:34

خوست ښار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٨) : په خوست ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او نهه نور ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر  د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېر ماښام ۶:۱۵ د خوست - ګردېز پر لويه لار د اسماعيل خېلو مندوزيو په ولسوالۍ کې شوې.

هغه زياته کړې، پېښه د فلانکوچ او د يوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

 نوموړى وايي په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او ۹ کسان نور ټپيان دي.

د حيدر په وينا، ټپيان سم دستي د درملنې په موخه د خوست ملکي روغتون ته انتقال شوي.

ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې يو جسد او ۹ ټپيان ور وړل شوي دي

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan