د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا خلک: د کرنې عصري کېدو ته دې ډېر کار وشي

د پکتيا خلک: د کرنې عصري کېدو ته دې ډېر کار وشي

Dec 11, 2019 - 15:19

ګردېز (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): د پکتيا اوسېدونکي له کرنې وزارت او نورو مسوولو ادارو غواړي چې په دغه ولايت کې د کرنې برخې عصري کېدو ته اړينه پاملرنه وکړي.

دوی ټينګار کوي چې د هېواد ډېرى وګړي په کرنه بوخت دي، که چېرې دې برخې ته پاملرنه وشي نو د ډېرو خلکو اقتصاد به ښه شي.

د ګردېز اړوند د صادق کلي اوسېدونکی عبدالله وايي چې په دې وروستيو کې يې په سيمه کې ځيني عصري باغونه جوړ شوي، په کمه ساحه کې په کې ډېرې ونې کېنول شوې، ژر او ډېر حاصل ورکوي.

عبدالله پژواک ته وويل: ((موږ له لږې ساحې ډېره ګټه اخيستی شو او ځان تر ډېره بسيا کولای شو، خو په دې شرط چې له دوديزې کرنې عصري کرنې ته داخل شو. زموږ د پرمختګ اساس زراعت دی او بايد همدومره توجه ورته وشي.))

د احمدابا ولسوالۍ يوه بزګر شېرعالم د ويالو اساسي رغول، لويو او کوچنيو کانالونو او سربندونو جوړېدل مهم بولي او زياتوي، که بزګرانو او بڼوالو ته د مېوو او نورو کرنيزو محصولاتو د کرنې، پالنې او حاصل ترلاسه کولو د جريان لپاره ځيني عصري ماشينونه او وسايل په واک کې ورکړل شي، نو په زياتو برخو کې به پر ځان بسيا شي.

عالم وايي: ((د چرګانو فارمونه، د چرګوړو د توليد او لبنياتي توليدي مرکزونه په پکتيا کې تر اوسه نشته، موږ په دومره زياتو خلکو او کاري ځواک کې لا هم هګۍ او ډېر خام مواد له نورو ملکونو راوړو. پانګه وال او دولت بايد د پکتيا په ځنګلي او هوار زراعت ډېر کار وکړي، هم به دوی ته ګټه ورسېږي او هم خلکو ته.))

د پکتيا د بزګرانو او بڼوالو د يوې اتحاديې مشر عبدالجبار وايي چې د اوبو د نه شتون له امله لا هم زياته اندازه ځمکې له کرنې پاتې دي او که بزګرانو ته د پور ورکولو او نورې اسانتياوې برابرې شي، نو کرنه به پراخه او حاصلات به ډېر شي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د مېرمنو د کورني اقتصاد د پياوړتيا لپاره هم بايد له کرنيزې لارې ډېر کار وشي او په کورونو کې ورته د شنو خونو او نورو اسانتياوو برابرېدو له لارې له اقتصاد اړخه پر خپلو پښو ودرول شي.

ده زياته کړه: ((زموږ ډېرى خلک د زراعت په مختلفو برخو کې په کارونو لګيا دي او له دې حلاله نفقه پيدا کوي، خو د سړو خونو د نشتوالي له امله هغه ترلاسه کړی محصول ترې په نه بيه له لاسه وځي او د شنو خونو د امکاناتو د نشتوالي له امله په ژمي کې سره له دې چې ډېره زياته اړتيا وي، لاس تر زنې کېني.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس محمدالدين محمدي هم دا مسئله اړينه بولي او وايي، د کرنې وزارت دې مهمې اړتيا ته په پاملرنې په دې برخه کې عملاً ځيني ګامونه اخيستې دي.

محمدي د ګردېز اړوند په صادق خېلو کلي کې په اوولس ميليونه افغانۍ د يوه سربند او کانال جوړېدو ته په اشارې سره وويل چې په بېلابېلو سيمو کې د اوبو مهارول او د نوو باغونو او کرنيزو ساحو رامنځته کول د دوى د هڅو برخه ده.

نوموړی وايي: ((د زراعت عصري کول مهمه، ګټوره او اوږدمهال کار دی چې د اوبو تنظيم او وېش، د باغونو او نورو زراعتي محصولاتو کميت او کیفيت ته پاملرنه، مالداري تقويه او عصري کول او د دوی سالمې ودې او ساتنې ته پاملرنه ټول رانغاړي، په دغه کار کې بايد خصوصي سکتور هم مرسته وکړي.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې کرنې وزارت او نورو اړوند ملي او نړيوالو موسـسو د ځينو نورو برخو ترڅنګ د دغه ولايت د کرنې برخې ته هم پام نه دی کړی چې په خبره يې په دې اساسي برخه کې لا هم ګڼې اړتياوې شته.

کټوازي وويل: ((خلک پروژې، ابادي، کرنه او کار غواړي؛ بدبختانه پکتيا ته په تېر کې په هره برخه کې کمه توجه شوې وه، هم د دولتي ادارو او هم د نړيوالو موسـسو له خوا. دې برخې ته زموږ پام دی او انشاءالله د چټک پرمختګ شاهدان به يې و اوسو.))

د يادونې ده، د  پکتيا زعفران له هرات وروسته د هېواد په کچه دويم مقام لري، د هېواد په کچه زيات او با کيفيته جلغوزي او چارمغز هم په دغه ولايت کې توليدېږي او د بېلابېلو حبوباتو او انګورو سربېره په کې سږ کال شاوخوا دېرش زره ټنه مڼې هم توليد شوې وې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement