ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د افغانيو د بشپړ چلند لپاره پر يو جدي او عملي پلان کار روان دی

ننګرهار کې د افغانيو د بشپړ چلند لپاره پر يو جدي او عملي پلان کار روان دی

author avatar
11 Dec 2019 - 14:50
ننګرهار کې د افغانيو د بشپړ چلند لپاره پر يو جدي او عملي پلان کار روان دی
author avatar
11 Dec 2019 - 14:50

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د بشپړ چلند لپاره پر يو جدي او عملي پلان کار پيل کړی دی.

د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر ننګرهار هم هغه سرحدي ولايت دی چې له کلونو راهيسې په کې د افغانيو پر ځای پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې پر مهال لاس په لاس کېږي.

وروسته له هغې چې د جاپان د PMS موسسې مشر ډاکتر تيتڅو ناکامورا په جلال اباد ښار کې ووژل شو او تر ډېر پاکستان د هغه پر وژنه تورن دی؛ په ټولنيزو شبکو کې هغو ولايتونو خلکو او چارواکو ته پيغورونه ورکړل شول چې د راکړې ورکړې پر مهال په کې کلدارې استعمالېږي.

له دې پېښې وروسته د خوست او کونړ ولايتونو چارواکو په جدي ډول د کلدارو د بندښت کمپاينونه پيل کړي او تازه د ننګرهار ولايتي ادارې ويلي چې په دې برخه کې د يو عملي او جدي پلان په جوړولو بوخت دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولایت کې د افغانیو د رواجولو په موخه یې لومړني اقدامات ترسره کړي او راتلوونکۍ اونۍ د بېلابېلو قشرونو سره د یوې لویې غونډې په ترڅ کې په دې اړه وروستۍ پرېکړه کېږي .

هغه وايي، والي په دې برخه کې د ښاروالۍ، امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت، ترانسپورټ، افغانستان بانک، سوداګرۍ او صنعت له مسئولينو او دغه راز له صرافانو، اصنافو، سوداګرۍ خونې او عامو خلکو سره په دغه برخه کې مشورې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه، پلان کې ده چې پلې لارو باندې د صرافیو بکسو د اېښودلو مخنیوي، ښاروالۍ له لورې دوی ته د ځآنګړې ځای او جوازونو د ورکړې او یو شمیر نورې پرېکړې هم وشوې.

بلخوا ننګرهار مېشتي او د چارو یو شمېر کارپوهان پر ولايتي ادارې نیوکه کوي چې دغه ولایت کې د افغاني بانکو نوټونو په رواجولو کې پاتې راغلي دي.

دوی نا امني، کمزوری اقتصادي نظام او د افغانستان بانک کمزورې پالیسي د دې چارې لوی لاملونه په ګوته کوي.

د چارو شنونکی محمد انور سلطاني وايي چې له ګاونډیو هېوادونو سره اوږده سرحدي پوله، د حکومت کمزورتیا، وارداتي اقتصاد، په ښار کې د صرافانو پراخ حضور، د ناامنۍ زیاتوالی، له افغانانو سره نا اعلان شوی جنګ، د حکومت مخالفین او د سرحدي ولسوالیو مستقیمه نا امني هغه څه دي، چې دلته یې د افغانیو د رواجیدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د افغانستان بانک کمزوری بانکي پلان او د افغاني بانک نوټونو پر ارزښت بې باوري هغه اقتصادي مسایل په ګوته کوي، چې پر وینا یې د افغاني بانک نوټونو د رایجیدو مخه یې ډپ کړې ده.

د اقتصاد کارپوه محمد ګلاب توحیدیار پژواک ته وویل، تر هغه وخته چې چارواکي خپله افغانۍ استعمال نه کړي او ورته یوه منظمه برنامه جوړه نه کړي، په ښار کې د افغانیو رواجېدل به ناشوني خبره ده.

خو ولايتي اداره وايي، دغه ځل به داسې پلان جوړ کړي چې هم به عملي بڼه ولري او هم به اړوندې ادارې يې د تطبيق لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.