د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په اروزګان کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده

په اروزګان کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده

Dec 11, 2019 - 17:51

ترينکوټ (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د يوې نوې پېښې په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه ولايت کې د پېښو شمېر نهو ته ورسېد.

د دغه ولايت د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل د لېندۍ په ٢٠مه پژواک اژانس ته وویل، ګوزڼ وهلی هلک اسرارالحق نومېږي، يو کال عمر لري او د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

میاخېل وايي، دې سيمې ته له  تېرو څو کلونو راهیسې د نا امنۍ له امله د واکسین کمپاین نه دی تللی، نو له همدې امله په سیمه کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د هغه په وينا، له دې نوې پېښې سره په اروزګان کې د روان کال له پیل راهيسې ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي چې په اروزګان کې ٧٠ سلنه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.

طالپان په دغه ولايت کې کور په کور واکسين ته اجازه نه ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement