ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې اته دولتي ادارې هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري

په دایکنډي کې اته دولتي ادارې هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري

author avatar
11 Dec 2019 - 19:46
په دایکنډي کې اته دولتي ادارې هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري
author avatar
11 Dec 2019 - 19:46

نیلي (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۸): د پژواک موندنې ښیي چې د دايکنډي د دولتي ادارو کارکوونکي ۲۶ سلنه مېرمنې تشکیلوي، له دې ډلې یوولس ښځې د امریت او ریاست پر چوکیو کار کوي؛ خو اته دولتي ادارې بیا ښځينه کارکوونکې نه لري.

د دغو موندنو له مخې، د دغه ولایت په دولتي ادارو کې له ۳۷۳۰ ډېر نارينه او ۱۳۴۰ مېرمنې کار کوي؛ خو د اقتصاد ریاست، ټولګټو، اوبو او انرژۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، برېښنا او چاپېریال ساتنې او د دغه ولایت د مرکزي اراضي او احصایې اداره هېڅ ښځه کارکوونکې نه لري.

په داکنډي کې پنځه مېرمنې د ریاست او شپږ نورې د امریت په چوکیو دندې ترسره کوي.

پژواک خبري اژانس له ځينو هغو تحصیل لرونکو ښځو سره چې په نوموړي ولایت کې د دندو په لټه کې دي؛ مرکې کړې دي، هغوی ادعا کوي چې د هغه اداري فساد له امله چې دولتي ادارو کې دى، ډېری ښځې پر ندو نه ګومارل کېږي.

خو د دغه ولایت ځيني اداري مسوولان  ددې ترڅنګ چې په ادارو کې یې د ښځو د ګومارلو کچه لوړه کړې، په دولتي ادارو کې یې اداري فساد هم رد کړی او د ښځو ټیټې تحصیلي سویې په دولتي ادارو کې د ښځو نه ګومارلو لامل بولي.

دایکنډي تراوسه په دولتي ادارو کې د ښځو ۳۰ سلنه جذب ته نه دی رسېدلی

د دایکنډي دولتي ادارې له ۷۳ سلنه ډېر سړي او ۲۶ سلنه نورې ښځې تشکیلوي، چې د ښځو ټيټه کچه په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو د فعالانو د اندېښنې لامل ګرځېدلى دى.

د دایکنډي د ولایتي شورا رییسه شیما رستمیان او د ښځو حقونو یوې فعالې پژواک خبري اژانس ته وویل: «له دې سره چې دایکنډي ولاین امن دی او باسواده ښځې ډېرې دي؛ خو د ښځو شتون ډېر لږ دی او په هېڅ ډول د منلو نه دی.»

نوموړې زیاته کړه، په دایکنډي کې د سواد کچې لوړېدو او نورو ولایتونو په پرتله ښه امنیتي وضعیت ته په پام، دولتي کارکوونکي باید لږ تر لږه ۴۰ سلنه ښځې تشکیل کړي.

هغې زیاته کړه: «د مختلفو دلیلونو له مخې ښځې په ادارو کې نه ګوماري، ممکن اداري فساد او روابط په ضوابطو حاکم وي.»

د دایکنډي د مدني ټولنې رييس میرزا حسني هم په دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو کم شتون ته اندېښمن دی او ويې ویل چې لږ تر لږه د دغه ولایت ۴۰ سلنه اداري کارکوونکي بايد ښځې وای.

هغه زیاته کړه: «په دایکنډي کې د ښه امنیت له امله، د ښځو د پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره ده؛ خو بدبختانه اوس هم د دغه ولایت په ادارو کې د مېرمنو شتون کمرنګ دی.»

د حسني په اند، په څو ادارو کې اداري فساد او د ښځو د ظرفیت ټیټوالی، په دولتي ادارو کې د مېرمنو د کمرنګه کېدو اصلي لامل دی.

د دایکنډي پوهنتون د حقوق پوهنځي استاده لیلا صابري او په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، پژواک ته وویل چې د نورو لایتونو په شان، د دایکنډي په دولتي ادارو کې د ښځو شتون کم دی او دغه ولایت د دې په موخه چې باید ۴۰ سلنه دولتي کاکوونکي یې مېرمنې تشکیل کړي، نه دی رسېدلی.

نوموړې زیاته کړه: «په دایکنډي کې ورځ تر بلې د ښځو د زده کړو کچه لوړیږي؛ خو اوس هم ډېر کمې ښځې د ریاست په چوکیو ګومارل شوې دي.»

د هغې په خبره، په ادارو کې روابط او حاکم فساد، ممکن د ښځو په ډېرې ګومارنې منفي اثر کړی وي.

اته ارګانونه چې ښځې کارکوونکې نه لري

د پژواک د موندنو له مخې د اقتصاد، ټولګټو، انرژۍ او برېښنا، اطلاعاتو او فرهنګ، چاپېریال ساتنې ادارې، مرکزي احصایې ادارې هېڅ ښځه کارکوونکې نه لري.

د دایکنډي د ولایتي شوار رییس وویل، په دایکنډي کې داسې ادارې شته چې ښځه کارکوونکې یې نه وي ګومارلې او دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

نوموړي زیاته کړه: «د دایکنډي په څو دولتي ادارو کې د ښځو نه شتون، خامخا د فساد وجود دی او د اړیکو موضوع کېدلای شي.»

همدارنګه لیلا صابري چې د دایکنډي په اتو دولتي ادارو کې یې د ښځو نه شتون د اندېښنې وړ وباله، وویل: «حکومت باید له دغو ادارو پوښتنه وکړي، موږ په دایکنډي ولایت کې لسګونه باسواده او تحصیل کوونکې ښځې لرو چې همدا اوس بېکاره ګرځي.»

بې دندې تحصیل لرونکې ښځې

عاقله نوري چې د کابل پوهنتون له انجنیرۍ پوهنځي فارغه ده، پژواک ته وویل: «دوه کاله کېږي بې دندې یم او ځو ځله مې دولتي ادارو ته د دندې لپاره مراجعه وکړه؛ خو بریالۍ نه شوم او ځینې وخت ان شارټ لېسټ کېږم هم نه.»

هغې چې له اقتصادي ستونزې یي شکایت کاوه، زیاته کړه: «په ادارو کې فساد او خپلوي شته او هغه څوک چې شناخت لري یا پیسې ورکوي، جذبېږي.»

په همدې حال کې یو بل تن فهیمه رویش چې لوړې زده کړې يې په ټولنپېژندنه کې پای ته رسولې، وویل چې نږدې دوې میاشتې کېږي د دندې په لټه کې ده؛ خو نه ده بریالۍ شوې.

هغې زیاته کړه: «تاسو باور وکړئ ۳۰ دولتي او غیر دولتي ادارو ته مې د کار لپاره مراجعه وکړه؛ خو د دې له امله چې واسطه او پیسې نه لرم، نه شارټ لیست کېږم، که شارټ لیست شم، نو په ازموینه کې نه بریالۍ کېږم.»

همدا ډول د کابل پوهنتوم له کرنې پوهنځي فارغې خدیجې وویل: «له کله چې د دندې په لټه کې شوم، پیدا مې نه کړه، اوس خیاطی کوم او له دې لارې پیسې لاسته راوړم، کاشکي چې خپل څلور کاله مې نه وی ضایع کړي او درس مې نه وای ويلای.»

هغې زیاته کړه: «هغو ادارو ته چې ښځينه کارکوونکې نه لري، څو څو ځله ورغلم؛ خو جذب نه شوم او چا مې غږ ته ځواب رانه کړ.»

دغې ښځې ادعا وکړه چې د دایکنډي په دولتي ادارو کې په اخري کچه فساد موجود دی، هغه څوک د کار لپاره جذبېږي، چې د مقاماتو له کورنۍ او شناخته و څخه وي او یا هم د پارلمان او ولایتي شورا کوم وکیل يې واسطه وي.

 ګلبدن پیکار او نجیبه نوا هغه نورې ښځي دي چې د هغوی په خبره، له لسو ځلو زیات دولتي ادارو ته د وظیفو لپاره ورغلې؛ خو ان ازموینې ته یې هم لاره نه ده موندلې، دوی پژواک ته وویل: (دا ستونزه چې ولې ازموینې ته نه غوښتل کېږو، دا ده چې په دولتې ادارو کې قوم پالنه او بې حده اداري فساد دى.)

وړاندیزونه او د حل لارې

د دایکنډي پوهنتون د ژونالېزم پوهنځي استادې لیلا صابري وویل: «په دایکنډي کې د ښځو تحصیلي کچه ورځ په ورځ لوړېږي؛ خو اوس هم ډېرې کمې ښځې د ریاست په کچه کار کوي، موږ غواړو څو ښځې په لوړو ادارو کې وګومارل شي.»

نوموړې زیاته کړه چې دولت باید د قانون له مخې عمل وکړي او په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه لوړه کړي او له بلې خوا د ښځو د ظرفیت او تحصیلي سویې په لوړولو کې لازم ګامونه پورته شي.

د مېرمن صابرې په خبره، دا د ولایت د مقام مسوولیت دی، په هغو ادارو چې هېڅ ښځه کارکوونکې نه لري؛ فشار راوړي څو د ښځو د جذب برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د دایکنډي د مدني ټولنې رییس میرزا حسني هم په دولتي ادارو کې د ښځو لږ شتون اندېښمن کړی او ويې ویل چې لږ تر لږه باید د دغو ادارو کارکوونکي خو ۴۰ سلنه ښځې وي.

د هغه په باور، لازمه ده چې په لومړي قدم کې د ښځو او نجونو د تحصيلي سویې په لوړوالي کې لازم ګامونه پورته شي او دویم دولتي ادارو ته لارښونه وشي د کارکوونکو په حیث د ښځو په جذب کې لږ سختي وشي څو د جذب شمېر لوړ شي.

همدارنګه نوموړي ادعا وکړه چې د دایکنډي په یوشمېر ادارو کې فساد شته چې د همدې دلیل له امله د ښځو د جذب د ټیټوالي سبب شوی دى.

د مسوولانو ځواب

د دایکنډي د جندر امرې مرضیې همدرد پژواک ته وویل: «هغه دلیل چې په دولتي ادارو کې د ښځو حضور کم دی، د ښځو ضعیفوالی او په ځینو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د دولتي ادارو د کارکوونکو بي پامي ده.»

خو دې زیاته کړه چې د دایکنډي د سیمه ییزې ادارې هڅه داده چې په دولتي ادارو کې د ښځو کارکوونکو شمېر لوړ کړي.

د دایکنډي د ښځو چارو سرپرستې معصومې حسیني پژواک ته وویل: «په دولتي سکټورونو کې د ښځو د کچې لوړوالي په برخه کې د ښځو چارو د ریاست کوښښ دا دی، چې  د عامه پوهاوي او عدالت غوښتنې د پروګرامونو له لارې د ښځو فیصدي لوړه شي.»

بلخوا د دایکنډي د اداري اصلاحاتو امر همایون بینش پژواک ته وویل: «موږ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ټول اداري بستونه ازادې سیالۍ ته سپارو او هلته نر او ښځه غوښتنليکونه ورکوي، هغه څوک ګومارو چې لوړې نومرې یوسي او موږ د ښځو لپاره پنځه نومرې امتیاز هم په نظر کې نیولی؛ خو بیا هم ښځې نه شي کولای لار پیدا کړي.»

ده زیاته کړه: «هڅه کوو څو تر ۲۰۲۰ کاله پورې په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر تر ۳۰ سلنه لوړ کړو.»

د دایکنډي د هغو ادارو ځواب چې ښځينه کارکوونکې نه لري

د دایکنډي د اقتصاد رییس عوض علي پویا او یوه اداره چې هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري، پژواک ته وویل: «هغه دلیل چې زموږ په اداره کې ښځه نه ده ګومارل شوې، تراوسه خالي بستونه نه لرو؛ خو مخکې هغوی د ظرفیت د نه شتون له امله نه دي ګومارل شوې.»

خو هغه زیاته کړه: «هڅه کوو څو خپل تشکیل ډېر کړو او ښځې وګومارو.»

فوايد عامه هغه اداره ده چې هېڅ ښځينه کارکوونکي نه لري.

د دایکنډي د ټولګټو رييس خداداد سیرت هم وویل، ښځې د ظرفیت د نه شتوالي له امله په نوموړې اداره کې نه دي جذب شوې؛ خو کوښښ کوي په لنډ راتلونکي کې په دغې اداره کې په مختلفو بستونو ښځې وګوماري.

اطلاعات او فرهنګ درېیمه اداره ده چې هېڅ ښځينه کارکوونکي نه لري.

د دغې ادارې رییس حسین سیرت پژواک ته وویل: «موږ تل خپل بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي او هغه څوک مو ګومارلي چې لوړې نومرې یې وړې، حتما ښځو ټیټې نومرې وړې چې نه دي جذب شوې.»

د ده په وينا، دغه ریاست هم هڅه کوي څو د ښځو د تحصیلي سویې په لوړوالي کې له اړوندو ادارو سره لازم اقدامات وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.