ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګلبدين نايب: د اصغر په لوبډلمشرۍ کې نوره لوبه نه کوم

ګلبدين نايب: د اصغر په لوبډلمشرۍ کې نوره لوبه نه کوم

author avatar
11 Dec 2019 - 18:27
ګلبدين نايب: د اصغر په لوبډلمشرۍ کې نوره لوبه نه کوم
author avatar
11 Dec 2019 - 18:27

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب اعلان وکړ چې د اصغر افغان په مشرۍ نور په ملي لوبـډله کې نه لوبېږي.

نوموړي دغه اعلان وروسته له هغه وکړ چې اصغر افغان نن د کرکټ بورډ له خوا يو ځل بيا د کرکت د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

د يادونې ده، د روان زېږديز کال کې په پيل کې ګلبدين نايب د ملي لوبـډلې مشر وټاکل شو، خو اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان يې مخالفت وکړ او پايله يې دا شوه چې په نړيوال جام کې افغان لوبډله سمه ونه ځلېده او ټول نهه لوبې يې بايلودې.

کله چې لوبډله له نړيوال جامه بېرته راوګرځېده، نو ګلبدين له مشرۍ لرې، راشد خان لوبډلمشر او راشد خان يې مرستيال وټاکل شول.

ګلبدين نايب نن ماښام مهال د خپل فېسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه له ولس سره د کرکټ د ستونزو په اړه وغږېد.

هغه وويل اصغر افغان په تېر نړيوال جام کې د افغانستان ملي بيرغ ته سپکاوى وکړ او خيانت يې کړى دى، خو نن بېرته لوبډلمشر وټاکل شو.

نايب وايي: ((ما نه غوښتل چې نور کرکټ وکړم، خو څو چې اصغر کپتان وي ، زه په ملي لوبډله کې نه لوبېږم، خو کورنيو سياليو کې به برخه اخلم.))

نوموړي زياته کړه، کومو لوبغاړو چې د اصغر په ملاتړ ټويټونه کړي وو، اوس به د هغه پر بيا ټاکل کېدو خوښ وي.

د هغه په وينا، اصغر په نړيوال جام کې د افغانستان پر نوم ريشخند وهلو، په نړيوال جام کې يې ډېرې هڅې وکړې چې دى ناکام کړي.

نايب وايي چې له اصغر سره په دې خيانتونو کې د کرکټ بورډ پخواني رييس او اوسنى سفير عاطف مشعل ډېره همکاري کړې ده.

ده زياته کړه: ((په نړيوال جام کې دې خلکو زه ډېر وځورلم، راته يې هر وخت ويل چې پخپله دې ځان کپتان کړى او پخپله لوبې ګټه.))

دغه ملي لوبغاړى، دا څنګه کېداى شي چې تر پرونه پورې يې پر افغانستان ريشخند وهل، اوس دې ورسره له نږدې په ملي لوبډله کې ولوبېږي.

نايب وايي: ((زه د کرکټ ادارې، مشرتابه ته درناوى لرم، څو پورې چې اړتيا وي، خپل هېواد ته به خدمت کوم، خو له اصغر سره په يوه لوبډله کې نه لوبېږم.))

هغه زياتوي، دى د کپتانۍ شوقي نه دى؛ ځکه کله چې راشد خان کپتان شو، لومړى ده مبارکي ورکړه، خو هغه چاته مبارکي نه ورکوي چې په تېر نړيوال جام کې يې له افغانستان سره خيانت وکړ.

دى وايي: ((ما به نړيوال جام کې اصغر ته ويل چې دا زما شخصي لوبډله نه ده، د افغانستان ده، راځئ سمه لوبه وکړو، خو هغوى نه منل.))

د هغه په وينا، په نړيوال جام کې دوى ورپورې خندل، هره ورځ به پرې کال تېرېده، هره ورځ يې  ورته زارۍ کولې چې راشئ د هېواد لپاره لوبه وکړئ.

پخواني لوبډلمشر وويل، له کله راهيسې چې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ مشر وټاکل شو، کرکټ ښه ورځ نه ده ليدلې، د کرکټ د نړيوال شورا لخوا چې دده په اړه د فساد کومې قضيې ټولې راسره شته.

ګلبدين وايي، کپتانونه بدلېدل يو اصل او د ادارې پرېکړې وي، بايد درناوى ورته وشي، خو اصغر او ملګري يې دادارې پرېکړې ته درناوى ونه کړ.

ده زياته کړه: ((داسې بدبختي ده، څوک چې بايد محکمه شي، هغه کپتانېږي.))

نوموړي وويل، نه يې غوښتل چې دلته په ژوندۍ بڼه راشي، خو اړ شو؛ ځکه يې نوره حوصله ختمه وه.

هغه زياته کړه، دوى يوه ډله ده، مشري يې عاطف مشعل کوي، يو شمېر ځوانان هم ورسره دي، خو چې کله دى کپتان شو، راشد او نبي د مشعل په سپارښتنه يې پر ضد ټويټونه وکړل.

د ګلبدين نايب د دې څرګندونو، تورونو او ادعاوو په اړه تر اوسه کرکټ بورډ، لوبغاړو او عاطف مشعل  غبرګون نه دى ښودلى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.