ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​حکومت: که طالبان تاوتریخومالی غځوي، امنیتي ځواکونه هم له خلکو او نظامه دفاع ته چمتو دي

​حکومت: که طالبان تاوتریخومالی غځوي، امنیتي ځواکونه هم له خلکو او نظامه دفاع ته چمتو دي

author avatar
11 Dec 2019 - 16:32
​حکومت: که طالبان تاوتریخومالی غځوي، امنیتي ځواکونه هم له خلکو او نظامه دفاع ته چمتو دي
author avatar
11 Dec 2019 - 16:32

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د افغانستان حکومت د بګرام بريد ته په اشارې سره وايي چې اوربند او د تاوتريخوالي کمول د دولت او خلکو دوامداره غوښتنې دي.

نن سهار د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر تر ټولو سترې پوځې اډې باندې له دوو موټربمونو په استفادې ډله ييز بريد وشو.

عيني شاهدان وايي چې دغه بريد دومره خطرناک و چې د شاوخوا کليو د لسګونو اوسېدونکو کورونه يې زيانمن کړي او تر ٨٠ زيات کسان يې ټپيان کړي دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي چې د بريد موخه د پوځي اډې په څنډه کې د کوريا له خوا جوړ شوى روغتون و چې په بشپړه ډول ويجاړ شوى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د دغه بريد په تړاو وايي، سوله، اوربند او د تاوتريخوالي له منځه وړل د افغانستان د دولت او خلکو دوامداره غوښتې دي.

هغه زياته کړې: ((هرکله چې طالبان تاوتريخوالي ته ادامه ورکړي، د افغانستان ملي او دفاعي امنيتي ځواکونه له نظام او له خپلو خلکو به دفاع کوي.))

د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه بريد غندلى او دا يې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف بللى دى.

که څه هم د دغه بريد مسووليت کومې ډلې تر اوسه نه دى اخيستى، خو يو شمېر کسانو په ټولنيزو شبکو کې طالبانو ته ګوته نيولې ده.

افغان خبريال سميع يوسفزى چې په قطر کې د امريکا او طالبانو مذاکرات له نږدې څاري او ډېرى مهال هلته وي، په ټويټر کې ليکلي، د بګرام نننى بريد  د سولې پروسې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

هغه زياته کړې: ((خليل زاد په شش او پنج کې راګېر دی، هغه فکر کړى و، له طالبانو سره به يوې هوکړې ته ورسېږي، خو له دې خبر نه و چې د هلمند جنګي طالبان به بريدونو ته ادامه ورکوي.))

يوسفزي دغه راز ليکلي چې د بګرام بريد د طالبانو دننه د سولې ضد کړيو کار دی چې ورسره د سولې خبرې يو ځل بيا ناکامېدلى شي.

هغه په يوه بل پوسټ کې د يوه لوړپوري طالب چارواکي له خولې ليکلي، “طالبانو امریکا سره اوربند نه دی اعلان، همدا تېره شپه امريکايي بې پيلوټه  الوتکو بمبار کړی دى، څو چې رسمي اوربند اعلان نه شي، بريدونه به ادامه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.