جلال اباد (پژواک ۲۱ ليندۍ ۹۸): د کابل- جلال اباد پر لويه لار د يوه مسافر وړونکي موټر او د تېلو ټانکر ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله نهه کسان مړه شوي دي.
چارواکي وايي، په مړو کې ښځې او ماشومان هم شته او دغه راز دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.
د لغمان ولايت د ترافيکو مدير سمونمل عبدالمتين د ليندۍ په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، نن مازيګر شاوخوا درې بجې د کابل – جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند مشعلې کمر سيمه کې د يو مرسډيز ډوله مسافر وړونکي او د تېلو ټانکر ترمنځ ټکر شوی دی.
هغه زياته کړه، دغه پېښه کې نهو کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، مړه او ټپيان د سرخکانو او د لغمان ولايتي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
هغه وويل، ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
دا لاره ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د لارې د تنګوالي له امله ډېرو داسې خونړيو پېښو سره مخامخ کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن