مهترلام (پژواک،۲۱ لېندۍ ۹۸): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د دښتو د زرغونولو لپاره يې د بېرې سل زره نيالګي روزلي چې له ايښودلو سره به يې له يوې خوا دښتې زرغونې او له بلې خوا به د شاتو مچيو لپاره اغېزمن تمام شي.
دوی وايي، د بېرې شات ښه کيفيت او لوړ قيمت لري چې اوس د افغانستان د شاتو ډېر کاروبار کوونکي خپلې مچۍ د شاتو د توليد لپاره پاکستان ته وړي.
د لغمان د کرنې رياست مسوولين وایي، بېره ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري نو ځکه يې پلان جوړ کړی چې د بېرو د ځنګلونو په رامنځته کولو سره به له يوې خوا دښتې زرغونې شي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رييس محمد جميل خوشحال د لېندۍ په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، دوی هڅه پيل کړې چې دغه ولايت کې د بېرې پراخ ځنګلونه رامنځته کړي.
د هغه په وينا، په همدې موخه يې سل زره نيالګي روزلي چې راتلونکی کال به يې د ايښودلو لپاره عملي اقدام وکړي او د دغه ولايت ډېرې دښتې به پرې زرغونې کړي.
د خوشحال په خبره، تر ټولو لويه موخه د شاتو توليدونکو کاروبار کوونکو ته د شاتو د توليد زمينې برابرول دي چې اوس مهال ډېر کاروبار کوونکي خپلې مچۍ د توليد په خاطر پاکستان ته وړي او هلته يې د بېرې او نورو ځنګلونو کې د شاتو د توليد په موخه خوشې کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۵زره د مچيو افغان فارم لرونکي ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي او هلته د شاتو د توليد لپاره مچۍ په باغونو کې پرېږدي چې د هغو په بدل کې ترې ډېرې پيسې اخيستل کېږي.
د لغمان د کرنې رييس وايي، که دغلته د بېرې ځنګلونه جوړ شي؛ نو د مالدارۍ په برخه کې هم پرمختګ کېدلی شي، ځکه ډېر کوچيان له همدې لارې تېرېږي نو که ځنګلونه موجود وي همدلته به استوګن شي او د لغمان د مالدارۍ سکتور به هم ورسره وده وکړي.
د کرنې رييس وويل، په امتحاني ډول به لومړی د بېرې د نيالګيو د ايښودو دا لړۍ د کابل – جلال اباد د لويې لارې اوږدو کې د لغمان ولايت اړوند دښتو کې پيل شي، چې دغه سيمه ورسره زرغونه شي.
هغه زياته کړه، د بېرې نيالګي د عبدالوکيل په نوم د دغه رياست اړوند د کرنې په تحقيقاتي فارم کې توليد شوي چې اوس يې هم لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
په دغه فارم کې په کار بوخت خلک وايي، دا چاره به نه يوازې دوی ته د کار زمينه برابره کړي، بلکې نورو ډېرو خلکو ته به هم کاري فرصتونه په لاس ورکړي او تر څنګ به يې دښتې هم زرغونې شي.
د فارم يوه کارکوونکي ننګيالي پژواک اژانس ته وويل، دوی په دغه فارم کې ۱۷۰ کسان کار کوي چې د ګټې وټې اخيستو سربېره يې په کې د کرنې اړوند ډېرې نوې تجربې هم لاسته راوړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن