د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل - جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښه کې نهه تنه مړه شوي

د کابل - جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښه کې نهه تنه مړه شوي

Dec 12, 2019 - 19:34

جلال اباد (پژواک ۲۱ ليندۍ ۹۸): د کابل- جلال اباد پر لويه لار د يوه مسافر وړونکي موټر او د تېلو ټانکر ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله نهه کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي، په مړو کې ښځې او ماشومان هم شته او دغه راز دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.

د لغمان ولايت د ترافيکو مدير سمونمل عبدالمتين د ليندۍ په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، نن مازيګر شاوخوا درې بجې د کابل - جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند مشعلې کمر سيمه کې د يو مرس‌‌‌‌‌‌ډيز ‌‌‌‌‌‌ډوله مسافر وړونکي او د تېلو ټانکر ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه زياته کړه، دغه پېښه کې نهو کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ټپيان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، مړه او ټپيان د سرخکانو او د لغمان ولايتي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

هغه وويل، ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا لاره ‌‌‌‌‌‌ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د لارې د تنګوالي له امله ‌‌‌‌‌‌ډېرو داسې خونړيو پېښو سره مخامخ کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement