ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز هوايي ډګر ۳۱۳ جريبه ځمکه پکتيا پوهنتون ته ورکړل شوه

د ګردېز هوايي ډګر ۳۱۳ جريبه ځمکه پکتيا پوهنتون ته ورکړل شوه

author avatar
12 Dec 2019 - 17:24
د ګردېز هوايي ډګر ۳۱۳ جريبه ځمکه پکتيا پوهنتون ته ورکړل شوه
author avatar
12 Dec 2019 - 17:24

ګردېز (پژواک، ۲١ ليندۍ ۹۸): د ګردېز د ملکي هوايي ډګر ۳۱۳ جريبه ځمکه رسما پکتيا پوهنتون ته ورکړل شوه چې د مسوولينو په خبره د پوهنتون پر طبي کمپلکس سربېره به په کې د لوبو ميدانونه او د بدنې روزنې او تفرېح لپاره ځايونه جوړ شي.

د لوړو زده کړو وزير پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي ګردېز ته په رسمي کاري سفر د يادې ځمکې پر لېږد سربېره د ليليو د خوړنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښوده چې په ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت په يو کال کې جوړيږي.

بالاکرزي په پکتيا پوهنتون کې د لمريزې برېښنا سيسټم او IT سنټر هم پرانيست چې په ۴۹ ميليونه افغانۍ لګښت جوړ شوی او د ياد پوهنتون د پوهنځيو پر خپلمنځي نښلولو سربېره دا اکاډميک مرکز له ځينو سيمه ييزو او نړيوالو بنسټونو سره نښلوي.

والي شميم خان کټوازي وويل چې پکتيا پوهنتون ته دې د زون د مرکزي پوهنتون حيثيت ورکړل شي او د ژورنالېزم، کمپيوټر ساينس او انګليسي ادبياتو څانګې دې يې هم پوهنځيو ته لوړې شي.

کټوازی وايي، د لويې پکتيا د ولايتونو ډېری نجونې د لوړو زده کړو د بنسټونو د نشتوالي يا لرېوالي له امله له لوړو زده کړو پاتې کېږي او غوښتنه يې وکړه چې په هره برخه کې د ښځو د ګډون اړتيا ته په کتو دې په دې ولايت کې د نجونو د ځانګړي پوهنتون په جوړېدو کار وشي.

نوموړي زياته کړه: ((اوسمهال په پوهنتون کې شاوخوا څلوېښت کادري بستونه کمبود لرو، هيله ده چې د دې ستونزې د حل لپاره هم اقدام وشي او دا استادان د کال له سره وګومارل شي؛ همدارنګه پکتيا پوهنتون هغه معيار ته رسېدلی چې دلته د استادانو کادري ازموينې واخيستل شي، غوښتنه مو دا ده چې پر دې کار هم اقدام وشي.))

د پکتيا پوهنتون رئيس دوکتور سيد ولي جلالزي پژواک ته وويل چې اوسمهال په دې پوهنتون کې د ۶۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت بېلابېلې پروژې روانې دي چې د هلکانو د ليليې دوه پنځه پوړيزې ودانۍ، د حقوقو او سياسي علومود پوهنځي او لابراتوارونو ودانۍ هم په کې شاملې دي.

دى زياتوي، د طب پوهنځي لپاره د کادري روغتون نه شتون، د استادانو کموالی او د بېلابېلو پوهنځيو د عملي کار لپاره د اسانتياوو نه شتون يې لويې ستونزې دي.

نوموړي وويل: ((۳۱۳ جريبه ځمکه ده چې نن د ښار جوړونې وزارت له خوا رسماً پکتيا پوهنتون ته راکړل شوه، پلان دا دی چې اول يې بايد احاطه وشي چې له غصبه خوندي شي. په دې هڅه کې يو چې دلته طبي کمپلکس او د محصلينو لپاره سټيډيمونه او نور ځايونه په کې جوړ کړو.))

قومي مشر جنت خان منګل وويل چې د پکتيا پوهنتون د پوهنځيو ډېری ودانۍ د خلکو په پيسو جوړې شوې او په تېرو دوه کلونو کې له پوهنتون سره د ولسي مرستو د اوونۍ په جريان کې هم د سوداګرو او نورو خلکو له خوا شاوخوا ۲.۵ ميليونه افغانۍ نغدي او د توکو مرسته شوې ده.

هغه د ياد تحصيلي مرکز لا پياوړتيا ته د اړوند وزارت او نورو ادارو جدي پاملرنه غواړي او ټينګار کوي چې پوهنتون ته له ورکړل شوې ځمکې دې هم د ياد بنسټ لپاره لازمه ګټه واخيستل شي.

ده زياته کړه: ((پکتيا د ځنګلونو ولايت دی، غرونه يې په ځنګلونو پوښلي او څلوېښت کاله مخکې دلته د زراعت په برخه کې پراخه کاري ساحه او فابريکې وې، غوښتنه مو دا ده چې د زراعت پوهنځی دې پکتيا کې پوهنتون ته لوړ شي.))

د لوړو زده کړو وزير بالا کرزي وويل چې پکتيا پوهنتون د کيفيت له اړخه د هېواد پنځم پوهنتون دی او د لا ښه کېدو لپاره به يې د منظم پلان له مخې کار وکړي.

نوموړي د طب، زراعت او انجنيري پوهنځيو په پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې راتلونکي کال کې به ياد پوهنتون ته کادري روغتون جوړ کړي.

ده زياته کړه، دې پوهنتون ته د څېړنې ساحې برابرولو سربېره به پوهنځيو ته د ځينو تحصيلي څانګو لوړولو هڅې هم وکړي.

دی وايي: ((پکتيا ته زما او زما د ټيم د سفر هدف د ځينو پروژو افتتاح ده، لکه د طعام خوري د ودانۍ د بنسټ ډبره. د IT د بشپړ شوي مرکز پرانيسته، د هوايي ميدان د ځمکې رسمي انتقال او د لابراتوارونو د تجهيز مسئله. همدانګه له استادانو، محصلينو او ولايتي ادارې سره په راتلونکو پروژو او پلانونو خبرې کوو چې دا پوهنتون څنګه نور هم ښه په مخ تللی شي.))

دمګړۍ د پکتيا پوهنتون په درې څانګو او اتو پوهنځيو کې د شاوخوا ۴۰۰ نجونو په ګډون کابو ۹۰۰۰ محصلين زده کړې کوي، چې د ۲۰۵ تنه استادانو له لوري ورته تدريس کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.