ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه

فيفا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه

author avatar
12 Dec 2019 - 14:16
فيفا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه
author avatar
12 Dec 2019 - 14:16

کابل (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۸): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې دې ژر تر ژره اعلان کړي او که نورې هم وځنډېږي؛ نو د ټاکنو بهير به له بحران سره مخ شي.

دغه څرګندونې د فيفا اجراييه رييس يوسف رشيد د ليندۍ په۲۱ مه په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې .

هغه زياته کړه، که د ټاکنو ټوله پروسه ختمه او دويم پړاوو ته تلونکې وای؛ نو د ليندۍ په دويمه بايد د ټاکنو د دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې وای، خو لا هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو پايلې لا نه دي اعلان شوي.

رشيد وويل چې د ټاکنو د پايلو د نه اعلانېدو لامل د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د ټاکنو شکايتونو کمېسيون او د نوماندانو ترمنځ جنجالونه دي.

د فيفا دغه مشر زياته کړه چې په لومړي سر کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ناسم مديريت، د تقويم نه مراعتول، د لوايحو نه پلي کول، تخنيکي ستونزې نه حل کېدل، پرېکړه کې باثباته نه اوسېدل او د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړو تر منځ ناهمغږي د ټاکنو د پايلو نه اعلانېدو لاملونه دي.

همدا راز رشيد وايي چې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون دې له خپل صلاحيت نه ګټه واخلي او د قانون  مطابق دې معترضو ډلو ته ځواب ورکړي.

د نوموړي په وينا، په دومره حساس وخت کې د ټاکنو شکايتونو کمېسيون دې غلی نه پاتې کېږي او د خپلو صلاحيتونو په ګته اخيستلو دې خپل دريځ اعلان کړي.

يوسف رشيد زياته کړه، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دې د هغو ٣٠٠ زرو رايو په اړه ښکېلو خواوو ته قناعت ورکړي چې پرې جنجال لري او يا دې ددې رايو ځانکړى تفتيش وکړي.

هغه وويل، ډېری نوماندان يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره اعتراضونه کوي او د ټاکنو پروسه يې له ننګونو سره مخ کړې ده.

رشيد وړانديز وکړ چې نوماندان دې له تفتيش مخکې  ٣٠٠ زره رايې بې اعتباره نه ګڼي، دغه راز کمېسيون دې هم له څېړلو مخکې دې رايو ته اعتبار نه ورکوي.

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ دغه مشر وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دې ژر تر ژره د ټاکنو قسمي يا لومړنۍ پايلې اعلان کړي که تر دې نورې هم وځنډېږي؛ نو د ټاکنو بهير به له بحران سره مخ شي.

رشيد زياته کړه چې د ټاکنو پايلو د هېواد  سياسي، اقتصادي او ټولنيزې برخې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د يادونې ده چې د روان کال د تلې په شپږمه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر اوس مهاله پر دې نه دی توانيدلی چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.