ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي

ننګرهار کې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي

author avatar
12 Dec 2019 - 17:17
ننګرهار کې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي
author avatar
12 Dec 2019 - 17:17

جلال اباد (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه شاوخوا يوه بجه د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو کرمخېلو سيمه کې د ځای پرځای شوي ماين چاودنه کې يو څلور کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((چاودنه د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين له امله هغه مهال شوې چې ماشومان په لوبو بوخت وو.))

د خوږياڼو ولسوالۍ د کلينيک يوه نوکريوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر پژواک ته وويل، د پېښې له ځايه ورته پنځه ماشومان انتقال شوي چې يو يې مړ و او څلور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.