جلال اباد (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه شاوخوا يوه بجه د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو کرمخېلو سيمه کې د ځای پرځای شوي ماين چاودنه کې يو څلور کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((چاودنه د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين له امله هغه مهال شوې چې ماشومان په لوبو بوخت وو.))
د خوږياڼو ولسوالۍ د کلينيک يوه نوکريوال ډاکټر پژواک ته وويل، د پېښې له ځايه ورته پنځه ماشومان انتقال شوي چې يو يې مړ و او څلور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن