ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د مشرانو جرګې پر وړاندې د مسوولینو بې تفاوتي د منلو وړ نه ده

ولسمشر غني: د مشرانو جرګې پر وړاندې د مسوولینو بې تفاوتي د منلو وړ نه ده

author avatar
12 Dec 2019 - 15:24
ولسمشر غني: د مشرانو جرګې پر وړاندې د مسوولینو بې تفاوتي د منلو وړ نه ده
author avatar
12 Dec 2019 - 15:24

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٨): ولسمشر غني وايي، ټول مسوولين بايد مشرانو جرګې ته درناوى ولري او د دې جرګې پر وړاندې د مسوولینو بې تفاوتي د منلو وړ نه ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې د دفاعي چارو او داخلي امنیت، بین المللي چارو، مواصلاتو او مخابراتو او د عامه هوساینې، طبیعي منابعو او ژوندچاپیریال کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په کتنه کې کړې دي.

سرچينې د ولسمشر له قوله ويلي، د خوښۍ ځای دی چې نن د مشرانو جرګې بېلابېل کمېسیونونه رغوونکی بحث کوي او دغه منظم پروګرام به همداسې ادامه ولري. مشرانو جرګې تل د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې مثبت، رغانده او مهم رول لرلی دی او سناتوران ملي روحیه او د دوامدارې همکارۍ ژمنتیا لري.

ده په ټینګار سره وویل، د مشرانو جرګې پر وړاندې د مسوولینو بې تفاوتي د منلو وړ نه ده او په ټینګار سره یې وویل، د دغې ستونزې د اساسي حل په موخه دې واضح او لیکلي اصول ترتیب شي چې په اساس یې اړوندو مسوولینو ته واضح لارښوونه وشي. ټول مسوولین باید مشرانو جرګې ته درناوی ولري.

هغه څرګنده کړه، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده او واقعي سولې ته تر رسېدو پورې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د منظم پلان په اساس په شدت ادامه ولري.

ده زیاته کړه، د ویاړ ځای دی چې ۹۶ سلنه عملیات په مستقله توګه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترسره کوي.

ولسمشر وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات منسجم او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي. د دوی له پرمختګونو خوښ دى او د امنیتي او دفاعي ارګانونو د رهبرۍ په کچه بېسارې همغږي رامنځته شوې ده.

د غني په وينا، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د باختر هوایي شرکت له فعالېدو سره به زموږ هېوادوالو په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خوندي تګ راتګ  اسانتیاوې زیاتې شي.

هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز، درملنې او اړوندو مسایلو ته اساسي توجه شوې او لا هم په دې برخه کې هڅې ادامه لري.  

ده وویل، له عربي متحده اماراتو سره په مذاکراتو کې یو چې د روغتونونو مدیریت واخلي او له دې سره به د ملکي او نظامي روغتونونو وضعیت کې نور ښه والی هم راشي.

د هغه په خبره، بهرنیو چارو وزارت کې د واضح اړتیا په اساس د اصلاحاتو پیل شوی بهیر به په قانوني او اصولي توګه ادامه ولري.

ولسمشر وویل، په ښارونو کې د چاپیریال د ککړتیا اصلي عاملین ښارګوټي او د بې کیفیته ډبرو سکرو او زړو ټایرونو سوځول دي او د دې ستونزې د مخنیوي په موخه د لمریزې برېښنا او نورو بدیلونو په اړه بحث او سلامشورې ادامه لري.

هغه زیاته کړه، اوبه زموږ لومړیتوب دی، ځکه چې د اوبو د مدیریت له لارې د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راتلونکی دی او په دوه کلونو کې به د کابل ښار د څښاک اوبو ستونزه په اساسي توګه حل شي.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو سره په پوله د وچو بندرونو ایجاد د تګ راتګ او د بې کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي لپاره چې بیه یې زموږ بېوزله هیوادوال پرې کوي، ګټور وباله. همدارنګه یې بې ځایه شویو ته د رسیدګي لپاره د امکاناتو په عادلانه وېش ټینګار وکړ.

ولسمشر غني پر دې په ټینګار چې وزارتونه باید له کابل محورۍ څخه ووځي، وویل، د افغانستان د ولسوالیو انکشاف او وضعیت ته به اساسي پام وشي. اصلاحاتو ته به مثبت جهت ورکړو او واقعي سولې ته به د افغان دولت او خلکو په مدیریت او مالکیت ورسېږو.

د خبرپاڼې په حواله، په دې ناسته کې د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق له جمهور رئیس څخه د دغو ناستو د پیلولو، مشرانو جرګې او ولسي جرګې سره برابر د چلند او پاملرنې له امله مننه وکړه. همدارنګه یې د مشرانو جرګې د سناتورانو د کړنو راپور د شریکولو ترڅنګ د دښمن د ځپلو په موخه د عملیاتو پر شدت او دوام ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، مشرانو جرګې تل د هېواد ملي ګټو ته په پام تصامیم نیولي او پرېکړې یې کړي.

هغه له نظام او ملي ګټو څخه د سناتورانو ملاتړ ته په اشارې وویل، د افغانستان سلامتي، عزت، پرمختګ او نېکمرغي په یووالي، متقابل درناوي او د یو بل په منلو او زغملو کې دی.

د دفاعي چارو او داخلي امنیت کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د اړوند کمېسیون د کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره په همغږۍ یې  وخت پر وخت د سرتېرو ستونزې پوښتلي او د حل په موخه یې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې دي.

نوموړي وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رخصتیو، درملنې، اړوندو روغتونونو د وضعیت ښه والي  او نورو ستونزو حل ته اساسي پام وشي.

هغه زیاته کړه، یو شمېر وزیران او مسوولین مشرانو جرګې ته نه  حاضرېږي او یا هم پر وخت ځواب نه وایي، په دې برخه کې دې اقدام وشي.

د بین المللي چارو کمېسیون رئیس انجنیر فرهاد سخي د اړوند کمېسیون د کړنو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ ترانسپورټي، د کډوالو، د کابل ښار د هوا د ککړوالي او د خپلسرو ودانیو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.    

د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون رئیس لطف الله بابا د کورنیو الوتنو په موخه د باختر هوایي شرکت د بیا فعالېدو د وړاندیز ترڅنګ د مخابراتي شرکتونو، حلقوي سړک، لویو لارو او نورې ستونزې مطرح کړې.

د عامه هوساینې، طبیعي سرچینو او ژوند چاپیریال کمېسیون رئیس ګل محمد رسولي د معتادینو، داخلي بې ځایه شویو، بې کيفیته خوړو او درملو د واردولو او د څښاک اوبو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

هغه زیاته کړه، ځینې وزارتونه او ادارې بې صلاحیته او له مسایلو بې خبره استازي مشرانو جرګې ته ور استوي، د دې لپاره دې هغوی ته واضح لارښوونه وشي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.