د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې طالبانو ۴۰بيولي کسان بېرته خوشې کړل

په جوزجان کې طالبانو ۴۰بيولي کسان بېرته خوشې کړل

Dec 12, 2019 - 14:21

 شبرغان (پژواک،۲۱ لیندۍ ۹۸): د جوزجان سیمه ییز مسوولین وايي چې طالبانو د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د هغو ۴۴ اوسېدونکو له ډلې چې تېره ورځ یې له ځان سره بېولي وو ۴۰ کسان خوشې کړي دي.

طالبانو تېره اوونۍ سه شنبې د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ ۴۴ هغه اوسېدونکي چې په خانقا ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان الله بیرن د جنازې مراسمو ته تللي وو له ځان سره بوتلل. 

 د فیض اباد ولسوال الف شاه عطايي پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو نن سهار د دې ولسوالۍ هغه ۴۰ اوسېدونکي چې دوه ورځې مخکې یې له ځان سره بېولي وو، بېرته خوشې کړي دي.

 هغه زیاته کړه، طالبانو هغه څلور کسان چې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان الله بیرن نږدې خپلوان دي نه دي خوشې کړي.

 ولسوال وویل، یاد کسان له هغه موټر سره چې په کې بيول شوي وو نن ولسوالۍ ته راغلي او له خپلو کورونو سره یو ځای شوي دي.

 قوماندان الله بیرن تېره دوشنبه د اندخوی او بندر اقینې ولسوالۍ پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوى و.

 د خوشې شوو کسانو له ډلې رحمت الله وویل، دوی د لیکلې ژمنو له ورکولو وروسته خوشې شوي دي.

 دده په خبره، طالبانو له دوی څخه ژمنه اخیستې چې له دې وروسته د سیمه ییزو پولیسو د جنازې په مراسمو کې د ګډون حق نه لري او که بیا یې په دغه ډول مراسمو کې ګډون وکړ، وژل کېږي.

 د یادونې ده چې طالبانو د یادو کسانو د بيولو او خوشې کولو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan