ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او تفتیش پيليږي

په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او تفتیش پيليږي

author avatar
13 Dec 2019 - 19:43
په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او تفتیش پيليږي
author avatar
13 Dec 2019 - 19:43

 

 کابل (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۸):  د ثبات اوهمپالنې ټيم له خپلو پلويانو وغوښتل چې په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې او تفتیش ته اجازه ورکړي.

 اجراييه رييس او د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبد الله عبد الله تېره شپه د يوه خبري کنفرانس پرمهال له خپلو پلويانو وغوښتل چې د ټاکنو کمېسيون ته اجازه ورکړي چې په پاتې اووه ولايتونو کې رايې وشمېري. 

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله پلويانو د ٣٠٠ زره جنجالي رايو د باطلېدو په غبرګون کې په جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتیش مخنيوى کړى و .

 د ثبات او همپالنې ټيم په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې ټاکنيزو کمېسيونونو د ټاکنيزو ټيمونو له استازو سره د حل لارې د پيدا کېدو په موخه يوه ناسته جوړه کړې وه ، چې پايله يې نه درلوده.

عبد الله په دې خبري ناسته کې وويل چې ټيم يې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون په غوښتنه په اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې ته اجازه ورکوي.

 هغه زياته کړه:(( خلکو چې په اووه ولايتونو کې يې د رايو د بيا شمېرنې مخه نيولې غوښتنه کوم چې د راتلونکې يکشنبه په ورځ د رايو شمېرلو ته اجازه ورکړي.))

هغه دغه اقدام له ټاکنيزو کمېسيونونو سره د خپل ټيم حسن نيت ياد کړ، خو ټينګار يې وکړ چې د ٣٠٠ زره رايو د باطلېدو په اړه په خپله خبر ولاړ دى.

 نوموړي زياته کړه:(( غواړم يوځل بيا ټينګار وکړم چې هيڅ ډول پايله چې هغه که قسمي، لومړنۍ او يا نهايي وي چې له تقلب څخه ډکه وي نه يې منم.))

 د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په ٦مه تر سره شوې خو تراوسه پورې يې پايله نه ده اعلان شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.