ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: طالبان باید ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ویلای شي

خليلزاد: طالبان باید ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ویلای شي

author avatar
13 Dec 2019 - 09:59
خليلزاد: طالبان باید ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ویلای شي
author avatar
13 Dec 2019 - 09:59

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٨): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر بګرام هوايي ډګر بريد ته په اشارې سره وايي چې له طالبانو سره یې د سولې روانې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولې دي.

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ په پروان ولايت کې د بګرام پر هوايي ډګر د دريو موټرو په وسيله ډله ييز بريد وکړ.

دغه بريد سهار په شاوخوا پنځه نيمو بجو پيل شوى و، ١٢ ساعته وروسته د شپږو بريدګرو پر وژل کېدو پاى ته ورسېد.

د بګرام ولسوال وايي چې طالبانو ددرېيو موټرو په وسيله ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د نږدې کليو شاوخوا ٨٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ناټو هم ويلي چې په دې بريد کې يې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي، خو کره شمېره يې نه ده ښودلې، بلخوا طالبانو د دې بريد مسووليت لس ساعته وروسته واخيست او ادعا يې وکړه چې لسګونه امريکايانو او داخلي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پنجشنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې پر بګرام هوايي ډګر د بريد له امله له وسله والو طالبانو سره یې د سولې روانې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولې دي.

هغه ويلي، طالبانو سره یې خپلو خبرو کې پر دې برید سخته غوسه څرګنده کړې ده او زياتوي چې طالبان باید اوس دا ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ویلای شي.

د هغه په وینا،‌ طالبانو سره روانو خبرو کې یې لنډه دمه اعلان کړې،‌ چې دې موده کې دا ډله خپل مشرتابه سره پر مهمه موضوع سلا مشوره وکړي.

پر بګرام بريد په داسې حال کې شوى، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شوي دي.

دا مذاکرات چې درې مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا ځنډول شوي وو، له يوې اوونۍ  راهيسې يو ځل بيا پيل شوي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين پژواک اژانس ته ويلي چې له امریکا سره تر تړون وروسته به طالبان امریکايي ځواکونو ته د وتلو خوندي لار ورکړي.

ده زیاته کړه، له امريکا سره د تړون تر لاسليک وروسته به طالبان د هغوى پر ځواکونو بريدونه نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.