ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوي

طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوي

author avatar
13 Dec 2019 - 12:04
طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوي
author avatar
13 Dec 2019 - 12:04

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٨): په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته ځواب کې وايي، چې د دې ډلې او امریکا خبرې د بګرام د وروستي برید له امله نه دي درول شوې.

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ويلي چې د دوی مرکچي پلاوي او زلمي خلیلزاد په پرونیو خبرو کې پر بګرام برید بحث نه دی شوی.

د طالبانو له دې غبرګون مخکې ښاغلي خلیلزاد پنجشنبه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له طالبانو سره یې خپلو خبرو کې پر دې برید سخته غوسه څرګنده کړې ده.

نوموړي لیکلي، طالبان باید اوس دا ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې ته ځواب ویلی شي که نه.

خو شاهین وايي، خبرې د بګرام د برید له امله نه دي دریدلې او نه په دې بحث شوی.

هغه زياته کړې: ((البته دوی د بګرام د برید یادونه وکړه خو مقابل کې مونږ د ړندو بمباریو، شپنیو او ‌‌‌‌‌‌ډرون بریدونو یادونه وکړه چې زمونږ بې ګناه افغانان یې قربانیان دي.))

د شاهین په خبره، دا د مجلس پيل کې و او بیا په اصلي موضوع خبرې پيل شوې چې هغه د توافقنامې لاسلیک کول دي.

هغه وايي: "وقفه زمونږ په غوښتنه رامنځ ته شوې ترڅو خپل مشران په جریان کې واچوو او هدایت یې واخلو".‌

د يادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ په پروان ولايت کې د بګرام پر هوايي ډګر د دريو موټرو په وسيله ډله ييز بريد وکړ.

دغه بريد سهار په شاوخوا پنځه نيمو بجو پيل شوى و، ١٢ ساعته وروسته د شپږو بريدګرو پر وژل کېدو پاى ته ورسېد.

د بګرام ولسوال وايي چې طالبانو ددرېيو موټرو په وسيله ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د نږدې کليو شاوخوا ٨٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ناټو هم ويلي چې په دې بريد کې يې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي، خو کره شمېره يې نه ده ښودلې، بلخوا طالبانو د دې بريد مسووليت لس ساعته وروسته واخيست او ادعا يې وکړه چې لسګونه امريکايانو او داخلي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.