کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۹۸) : پر بګرام پوځي اډې دطالبانو له بریده وروسته په قطر کې دامریکا او طالبانو خبرې وځنډیدلې، دامریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته ولاړ او ددغه هیواد د پوځ مشر او د بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي دي.
تر څو میاشتو ځنډ وروسته چې په قطر کې دامریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شوې او له څو ورځو وروسته طالبانو په افغانستان کې د امریکا تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام ډله ییز برید وکړ، دا خبرې وځنډیدلې.
په دې برید کې یو شمیر بهرني سرتیري ټپیان شول، خو دوه افغانان پکې ووژل شول او تر ۸۰ زیات ټپیان شوي وو.
د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اصف غفور لخو د لیندۍ په ۲۲مه، په ټویټر کې د خلیلزاد او د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه دلیدنې عکس خپور شوی دی.
هغه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو د سیمې پر حالاتو، افغان سولې پروسې او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
نوموړي ددې لیدنې نور جزییات نه دي خپاره کړی.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزاررت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، خلیلزاد نن د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، قریشي ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د افغان سولې پروسه کې خپل ریښتیني رول ته ادامه ورکوي.
هغه ویلي چې دافغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او روانه شخړه نظامي حل لاره نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن