کابل (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۸): د ثبات اوهمپالنې ټيم له خپلو پلويانو وغوښتل چې په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې او تفتیش ته اجازه ورکړي.
اجراييه رييس او د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبد الله عبد الله تېره شپه د يوه خبري کنفرانس پرمهال له خپلو پلويانو وغوښتل چې د ټاکنو کمېسيون ته اجازه ورکړي چې په پاتې اووه ولايتونو کې رايې وشمېري.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله پلويانو د ٣٠٠ زره جنجالي رايو د باطلېدو په غبرګون کې په جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتیش مخنيوى کړى و .
د ثبات او همپالنې ټيم په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې ټاکنيزو کمېسيونونو د ټاکنيزو ټيمونو له استازو سره د حل لارې د پيدا کېدو په موخه يوه ناسته جوړه کړې وه ، چې پايله يې نه درلوده.
عبد الله په دې خبري ناسته کې وويل چې ټيم يې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون په غوښتنه په اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې ته اجازه ورکوي.
هغه زياته کړه:(( خلکو چې په اووه ولايتونو کې يې د رايو د بيا شمېرنې مخه نيولې غوښتنه کوم چې د راتلونکې يکشنبه په ورځ د رايو شمېرلو ته اجازه ورکړي.))
هغه دغه اقدام له ټاکنيزو کمېسيونونو سره د خپل ټيم حسن نيت ياد کړ، خو ټينګار يې وکړ چې د ٣٠٠ زره رايو د باطلېدو په اړه په خپله خبر ولاړ دى.
نوموړي زياته کړه:(( غواړم يوځل بيا ټينګار وکړم چې هيڅ ډول پايله چې هغه که قسمي، لومړنۍ او يا نهايي وي چې له تقلب څخه ډکه وي نه يې منم.))
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په ٦مه تر سره شوې خو تراوسه پورې يې پايله نه ده اعلان شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن