ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که زندانيان کتابونه مطالعه او په اړه يې معلومات وړاندې کړي د بند موده کې يې کموالى راځي”

“که زندانيان کتابونه مطالعه او په اړه يې معلومات وړاندې کړي د بند موده کې يې کموالى راځي”

author avatar
13 Dec 2019 - 14:26
“که زندانيان کتابونه مطالعه او په اړه يې معلومات وړاندې کړي د بند موده کې يې کموالى راځي”
author avatar
13 Dec 2019 - 14:26

کابل(پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، که هر زنداني یو کتاب مطالعه او په اړه یې ‌معلومات وړاندې کړي د حبس په موده کې به یې شپږ ورځې کموالى راشي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ليندۍ په ٢٢مه د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه راغلي چې تېره ورځ د پلچرخي زندان د زندانيانو لخوا د لس ټوکه لیکل شویو او چاپ شویو کتابونو پرانیسته وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو کتابونو په پرانیستغونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار‌‌‌‌‌‌ ډاکټر میرویس کوچي، د محبسونو او توقیف خونو چارواکو، قومندانانو او یو شمېر زندانيانو ګډ‌ون کړی و.

سرچينه ليکلي: " پر داسې مسودې کار روان دی چې له مخې به یې د هر هغه زنداني په حبس کې شپږ ورځې تخفیف راځي چې زنداني ۱۰۰ صفحې کتاب مطالعه او په اړه یې معلومات وړاندې کړي."

د سرچينې په وينا،د دې کړنې پلي کول به له زندانیانو سره مرسته وکړي؛ چې حرفوي مهارتونه یې زیات او له جرایمو وژغورل شي.

د راپورونو له مخې، دا مهال شاوخوا ۳۵ زره زندانيان د هېواد په زندانونو کې د بند شپې تېروي چې لس زره يې د پلچرخي په زندان کې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.