ترینکوټ (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۸): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د دوو روغتیایي کلينیکونو د جوړېدو چارې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
دیادو روغتیایې کلینیکونو مالي لګښت د هندوستان هېواد له خوا ورکول کیږي، چې د اتو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغامیاخېل وایي، دغه روغتیایي مرکزونه درې کاله مخکې ددغه ولایت د چارچینو او مهراباد د سیمې لپاره منظور شوي و خو په سیمه کې د نا امنيو له امله هغوی اړل شول چې ترینکوټ ته یې را انتقال کړي.
میاخېل وایي، لومړی لس بستریز کلینیک به د ترینکوټ په خیراباد او دويم هغه یې په ده یک سیمه کې جوړیږي، چې ۱۲ او ۱۳ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي او لګښت یې د هندوستان له خوا ورکول کیږي.
میاخېل وايي، دغه لس بستریز روغتونونه به نسايي ولادي، هډوکو، کوچنیو حراحي عملیاتو، ماشومانو او داخله برخو کې د درملنې لپاره اسانتیاوې ولري.
د عامې روغتيا رييس پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې ددې پروژو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن