کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): د حج او اوقافو وزارت او د اسان خدمتونو ادارې د حج بهیر د برېښنایي کولو په موخه نن په کابل کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست محمد فهیم هاشمي د هوکړې د لاسلیک پرمهال وویل چې دغه اقدام د حج فریضې د اداو کولو په اړوندو چارو کې روڼتیا او سرعت رامنځته کوي.
نوموړي وویل چې دا سیستم تریوه کاله ګټه اخیستنې ته چمتو کېږي.
هاشمي زیاته کړه: «ددغې هوکړې له مخې د اسان خدمتونو اداره، د حج او اوقافو وزارت اوسنی بهیر څېړي او د حج برېښنایي سیستم به چمتو او ددغه وزارت د کاکوونکو لپاره به د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ کړي.»
د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود وویل، د حج ټولې مرحلې لکه نوم لیکنه، د پاسپورټ اخیستل، وېزه، د تګ او راتګ معلومات، په سعودي عربستان کې له تعمیرونو د ګټې اخیستنې معلومات، د پیسو تحویلول او نور د برېښنایي سیستم اړوند دي او دا معلومات به په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د لاسرسي وړ وي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې لارې به د حج د بهیر عایدات او لګښتونه په ښه ډول مدیریت شي.
هغه یادونه وکړه چې هرکال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه ځي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن