کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٨): دولت جوړوونکى ټاکنيز ټيم وايي، هيله ده د ټاکنو بهير له بياځلي نويو ننګونو او مخنيوي سره مخامخ نه شي او په پاتې ٧ ولايتونو کې د رايو بياشمېرنه او تفتيش په بشپړه توګه تکميل شي.
د دې ټيم له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تلې له شپږمې چی د ټاکنو له ورځې سره برابره ده، تر اوسه د دوه میاشتو په تېرېدو سره بدبختانه د ټاکنو لومړنۍ پایلې له ځنډ سره مخ دي، چې یادې موضوع د دې ترڅنګ چې د ټاکنو پر بهیر یې سیوری غوړولی، پر نورو ټولنیزو، اقتصادي او حتی د افغانستان د خلکو پر فرهنګي اړخ یې هم منفي اغیزې کړي.
سرچينه زياتوي، اوسمهال د جمهوري ریاست ټاکنې یو ډېر حساس او مهم پړاو ته رسېدلې دي، په دې توګه ضرورت دی چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي او دغه ملي بهیر له بنبست او یرغمل نيولو څخه وژغورل شي.
سرچينه کاږي، په ٧ ولایتونو کې بیا شمېرنه او تفتیش بندول، یو له بنیادي ستونزو څخه وو چی له نېکه مرغه اوس دغه ستونزه له مخې لرې شوه، لکه څرنګه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته اجازه ورکړل شوه څو د پاتې ولایتونو (تخار، بغلان، سرپل، جوزجان، فاریاب، بدخشان او پنجشیر) د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش پېل کړي.
سرچينې هيله ښودلې چې دغه بهیر له بیا ځلي نویو ننګونو او مخنيوي سره مخ نه شي او په یادو ولایتونو کی د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش په بشپړه توګه تکمیل شي.
دغه ټيم وايي: “هيله مند یو څو د ټولو ټاکنیزو ټیمونو مسؤولین او غړي د ټاکنو قانون، طرزالعملونو او لوایحو ته په درناوی نور د دغه ملي بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي، لکه څرنګه چې د دولت جوړوونکې ټاکنیز ټیم مشران او غړي د تل په څېر دغو مقرراتو ته درناوی درلود او لري یې.”
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن