ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو مزار ښار کې لاريون وکړ

د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو مزار ښار کې لاريون وکړ

author avatar
14 Dec 2019 - 15:40
د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو مزار ښار کې لاريون وکړ
author avatar
14 Dec 2019 - 15:40

مزارشريف ( پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۸) : د ثبات او همپالنې ټيم سلګونه پلويانو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په داسې حال کې لاريون وکړ چې ددې ټيم مشر ډاکټر عبدالله پرون په اوو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرلو ته اجازه ورکړه.

. دغه لاريون د ليندۍ په ۲۳مه، سهار نهه بجې د مزارشريف له فردوسي څلور لارې څخه پيل شو او د حضرت علي روضې په ختيځه دروازه کې پای ته ورسېد.

د ياد ټيم غړي او داجراييه رياست مخکني دويم مرستيال حاجي محمد محقق لاريون کوونکو ته په خپلې وينا کې وويل، چې د ټاکنو په روانه پروسه کې ورته درغلي په هېڅ صورت د منلو نه ده.

هغه وايي، افغانان پر ټاکنو، دېموکراسۍ او ازادۍ باور لري او زياته يې کړه، چې هېڅ وخت به زور او تقلب ته تسليم نه شي.

محقق زياتوي، چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د خيالي رايو او په لاس ډکو شويو صندوقونو د پايلو له مخې حکومت رامنځته شو.

د هغه په وينا، هغه رايې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي، چې بايومټريکي اساس ونه لري.

نوموړی وايي، چې شاوخوا درې سوه زره رايې له درغليو ډکې دي او بايد باطلې شي.

د اجرائيه رياست دويم مرستيال ادعا وکړه ، چې انتخابات د دوی ټيم ګټلي دي.

د ثبات او همپالنې ټيم غړي او د جنبش ګوند وياند بشير احمد ته ينج لاريون ته وويل، چې خلکو د روان کال د تلې مياشتې په ۶مه، وښودله چې د دېموکراسۍ او جمهوريت غوښتونکي دي.

د ته ينج په خبره، ټاکنو کمېسيون د خلکو قربانيو ته په کمه سترګه وکتل او انتخابات يې د درغلۍ له امله له ستونزو سره مخ کړل.

د مزارشريف اوسېدونکى عبدالحق پژواک ته وايي، چې د خلکو لويه غوښتنه دا ده؛ څو پاکې او ناپاکې رايې جلا کړای شي.

د هغه په وينا، ټاکنو کمېسيون بايد انتخاباتي لانجو ته ژر تر ژره د پای ټکې کېږدي او د پاکو رايو پايلې دې له خلکو سره شريکې کړي.

دغه لاريون کوونکی وايي، چې افغانان نور له روان ستونزمن سياسي وضعيت څخه ستړي شوي او د يوه مثبت بدلون غوښتنه لري.

د يادونې ده، چې د ياد ټيم له خوا له تېرو څو ورځو راهيسې په بېلا بېلو ولايتونو کې لاريونونه ترسره شوي دي، خو ددې ټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پرون اعلان وکړ، چې په اوو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې ته اجازه ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ٢٧ ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او څېړنه بشپړه کړې او کمېسيون وايي چې په راتلونکو درېيو ورځو کې به پاتې ولايتونه هم بشپړ شي او بيا به لومړۍ پايلې اعلان کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.